د حزب الله لخوا د فواد شکر په غچ اخستونکو عملیاتو کې درې مهمې پیښې
پارس ټوډې - پارس ټوډی - د هغه څه له مخې چې حزب الله په رسمي توګه ویلي، دا عملیات د غچ اخیستنې لومړی پړاو و.
پارس ټوډې راپور ور کړی،د لبنان د اسلامی مقاومتي غورځنګ حزب الله د خپل لوړ رتبه قوماندان فواد شکر د شهادت په غبرګون کې صهیونیسټی فوځ په سلګونو توغندیو، راکټونو او بې پیلوټه الوتکو سره په نښه کړ.
البته د دې غچ اخستنې په اړه ځيني د پام وړ ټکي هم ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.؛
لومړنی ټکی د حزب الله غورځنګ دمبارزانو دغچ اخستونکو عملیاتو په اټکل او پيژندنې :ې د صهیونیسټي رژيم د استخباراتي ادارو ناکامي ده.دغه عملیات د صهیونیسټي رژيم د ترټولو لوړو پوځي او استخباراتي چمتووالي په اوج کې ترسره شوي دي.
د صهیونیسټانو پوځي چارواکي له مودو راهسې مدعي شوي وو چې د حزب الله د غج اخستونکو عملیاتو د مخنیوي لپاره به وارمخکې عملیات وکړي.
دوهم ټکی دا ؛د اسرائيلو څه دپاسه لس پوځي مرکزونه او اډې چې په تل ابیب کې د موساد،شابک او پوځي استخباراتو مرکزونه وو، ټارګټ شوي دي
په بل تعبیر سره حزب الله، د اسرائيلو په ضد یوډول خپل ترټولو لوی پوځي عملیات تریره کیړي .ددې په ترڅ کې چې د لبنان حزب الله هماغه شان چې مخکې ئې وعده کړې وه، د خپل یوه قوماندان فواد شکر د شهادت غچ اخستونکي عملیات ئې خپلواکه او بشپړ ترسره کړي دي.
دریم ټکی دهغه څه په اساس چې په رسمي توګه حزب الله بیان کړي دي ، دغه عملیات یوډول غچ اخستونکو عملیاتو لومړنۍ مرحله وه.
ددغه رسمي اعلان یوه معنا دا ده چې د لبنان حزب الله غواړي، دغچ سیوری هماغه شان داسرائيلو پر سر وساتي او البته دوهمه معنا ئې هم تصوّر کیدلی شي او هغه دا چې دا باید د هغې دوهمې مرحلې د عملیاتو منتظر ووسو چې معلومه نه ده چې لا به سخت وي او یا به هم په بل ډول وي.
د صهیونیسټانو لپاره ترتولو بد وضعیّت دا دی چې دغه عملیات وار د واره د لا سختو او یا د ورپسې سټراټژيکو او د ردونکو عملیاتو لپاره د لارې پرانیستل وي.