موږ د جګړې هېڅ هدف نه دی ترلاسه کړی
(last modified Thu, 05 Sep 2024 07:26:14 GMT )
Sep 05, 2024 11:56 Asia/Kabul
  • موږ د جګړې هېڅ هدف نه دی ترلاسه کړی

پارس ټوډې – د نتانیاهو د جنګي کابینې پخواني غړي «ګادي آیزنکوټ» اعتراف وکړ: صهیونیسټي رژیم اوس د له منځه تلو په حال کې دی.

د صهیونیسټي رژیم د پارلمان غړی او د دغه رژیم د پوځ پخواني مشر ګادي آیزنکوټ په یوه خبري کنفرانس کې اعتراف وکړ : اسرائیل په غزه کې د جنګ هېڅ یو اعلان شوی هدف نه دی ترلاسه کړی .

د پارس ټوډې د راپور له مخې، «آیزنکوټ» په دغه خبري کنفرانس کې د صهیونیسټي رژیم د لومړي وزیر« بنیامین نتانیاهو» پر کارکردګۍ سختې نیوکې وکړې.

دغه صهیونیسټي چارواکي په غزه کې د اسرائیلو د ماتې په اعتراف سره وویل: نتانیاهو د سیاسي او ګوندي دلایلو له امله پرېکړه کړې چې د اسیرانو د تبادلې  موافقه اجرا نه کړي.

د «رسمي کمپ» ګوند مشر او د صهیونیسټي رژیم د جګړې پخواني وزیر بني ګانتز هم په دې خبري کنفرانس کې پر دې په اعتراف سره چې د غزې په جګړه کې اسرائیلي رژیم دروند قیمت ورکړی او له نتانیاهو څخه یې وغوښتل چې ژر تر ژره استعفا ورکړي.

ګانټز په دې اړه وویل:

نتانیاهو په خپل سیاسي وضعیت کې بوخت دی او اسرائیلو په سویل کې خپلو کورونو ته د خلکو بیرته ستنېدو ته ارزښت نه ورکوي. هغه په ​​موخه ایز ډول د لومړي تړون په ګډون د بندیانو د تبادلې تړونونه بند کړل. نتانیاهو هېڅکله یرغمل شوي ژوندي نه راګرځوي او د خپل سیاسي بقا په اړه بوخت دی.

د نتانیاهو د مخالفانو په وینا، هغه اوس هم د غزې په جګړه کې د اوربند موافقې ته د رسېدو او د صهیونیسټي اسیرانو د تبادلې اصلي خنډ دی.

په دې وروستیو ورځو کې د نیواکګرو سیمو مختلف ښارونه د صهیونیسټانو له خوا د نتانیاهو د سیاستونو په اعتراض کې د مظاهرو شاهد دي.

د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکتوبر له ۷ نېټې راهیسې د لوېدیځو هېوادونو په بشپړ ملاتړ سره صهیونیسټي رژیم په غزې تړانګه او د اردن سیند په لوېدیځه غاړه کې د بې دفاع او مظلومو فلسطینیانو په خلاف یو نوی ډله ایز قتل عام پیل کړی، خو کوم هدفونه چې له برید څخه مخکې اعلان کړل، تراوسه یې هېڅ یو هم نه دی ترلاسه کړی.

د وروستیو راپورونو له مخې، پر غزې د صهیونیسټي رژیم په حملو کې څه دپاسه څلویښت زره فلسطینیان شهیدان او څه دپاسه ۹۴ زره نور هم ژوبل شوي دي.

د اسرائيلي رژيم جوړښت په ۱۹۱۷ کال کې د برتانوي استعمار په طرحه او د فلسطين خاورې ته له بېلابېلو هېوادونو څخه د يهودانو د مهاجرت له لارې رامنځته او په ۱۹۴۸ کال کې يې شتون اعلان شو. له هغه وخت راهیسې د فلسطین د خلکو د نسل وژنې او د هغوی د ټولې ځمکې د نیولو لپاره د ډله ایزې وژنې بېلابېل پلانونه ترسره شوي دي.

کلیدي کلمې: د غزې جګړه، د اسرائیلو جنایتونه، د نتنیاهو وضعیت، په اشغال شویو سیمو کې مظاهرې، د اسرائیلو ناکامي

ټیګونه