حماس د فلسطین په ملاتړ په ټوله نړۍ کې د پراخو لاریونونو د ترسره کولو غوښتنه وکړه
سحاب شبکه - د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د صهیونیسټ رژیم پرضد او د فلسطین د خلکو په ملاتړ په ټوله نړۍ کې د لاریونونو د ترسره کولو غوښتنه کړې.
سحاب شبکې د مهر خبري اژانس له قوله لیکلي: د فلسطین په مظلوم ولس باندې د صهیونیسټ رژیم د ظلمونو په دوام او له دغې مسئلې څخه د امریکا له پراخو ملاتړونو وروسته، د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د یوې بیانیې په خپرولو سره په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو څخه وغوښتل چې د جمعې په ورځ د فلسطین د خلکو د ملاتړ او صهیونیسټي رژیم د جنایتونو د غندلو په موخه لاریونونه وکړي.
په دغه بیانیه کې راغلي، د اسرائیلو جنایتونه د سلګونو کسانو د شهادت او د زرګونو خلکو د بې کوره کیدو، د کورونو، روغتونونو او د مؤقتي هستوګنې د مرکزونو د سوځولو لامل شوي دي.
دغه راز یې زیاته کړې، نیواکګر هڅه کوي، د خپلو پلانونو په اجرا کولو سره خلک په جبري توګه په دغه هېواد کې بې ځایه کېدو ته اړ کړي.
د یادونې وړده چې په دې وروستیو کې د مقاومت د محور بېلا بېلو ډلو د صهیونیسټي رژیم په وړاندې د فلسطین او د لبنان له خلکو د مسلمانانو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.