پر جنوبي لبنان صهیونیسټي رژیم برید کړی
Oct 03, 2025 15:27 Asia/Kabul
پارس ټوډی - خبري سرچینو راپور ورکړی چې د صهیونیستي رژیم جنګي الوتکو د لبنان جنوبي سیمې بمبار کړې دي.
د صهیونیستي رژیم جنګي الوتکو په څو بریدونو کې د النبطیه ښار شاوخوا د «علي الطاهر» غونډۍ په شدت سره بمبار کړې، چې له امله یې په سیمه کې سختې چاودنې او اورلګېدنې رامنځته شوې دي.
د صهیونیستي رژیم د پوځي تجاوزاتو په دوام، د پنجشنبې په سهار د دې رژیم یوې بې پیلوټه الوتکې د لبنان په جنوب کې د الخردلي په سیمه کې یو موټر په نښه کړ، چې له امله یې دوه تنه شهیدان او یو تن ټپي شو.
د لبنان د روغتیا وزارت په یوه بیان کې اعلان وکړ چې دا برید د کفررمان څخه الخردلي ته په لاره وشو، چې دوه تنه پکې شهیدان او یو تن ټپي شو.
ټیګونه