د لبنان ولسمشر: نړۍ باید پر اسرائیل فشار راوړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i167532-د_لبنان_ولسمشر_نړۍ_باید_پر_اسرائیل_فشار_راوړي
پارس ټوډی ـ د لبنان ولسمشر له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر صهیونیسټ رژیم فشار راولي ترڅو پر لبنان خپل تېري ودروي.
(last modified 2025-11-22T09:29:09+00:00 )
Nov 22, 2025 13:57 Asia/Kabul
  • د لبنان ولسمشر: نړۍ باید پر اسرائیل فشار راوړي

پارس ټوډی ـ د لبنان ولسمشر له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر صهیونیسټ رژیم فشار راولي ترڅو پر لبنان خپل تېري ودروي.

جوزف عون وویل: نړیواله ټولنه، په تېره بیا اروپايي اتحادیې باید پر تل ابیب فشار راوړي ترڅو اسرائیل د اوربند د تړون پر مادو عمل وکړي.

هغه د اروپايي اتحادیې له ځانګړي استازي سره په کتنه کې وویل چې لبنان د دې اتحادیې له هر ډول ملاتړ څخه، په تېره بیا وروسته له ۲۰۲۷ کال چې یونیفل ځواکونه وځي، هرکلی کوي.

ولسمشر عون یو ځل بیا ټینګار وکړ چې وسله یوازې باید د لبنان دولت په لاس کې وي.

هغه  زیاته یې کړه: زه او حکومت هغه ځای کې ولاړ یو چې د ملت او ټولو خلکو ګټې یې غواړي. دولت ژمن دی چې یوازې خپله د خپلو پولو او ټولې خاورې د امنیت مسؤلیت پر غاړه ولري.