قرضاوی: د ریاض په غونډه کښې د اسلامی هېوادونو ګډون د اسلامی ارزښتونو په خلاف دے
(last modified Wed, 24 May 2017 11:27:49 GMT )
May 24, 2017 15:57 Asia/Kabul
  • قرضاوی: د ریاض په غونډه کښې د اسلامی هېوادونو ګډون د اسلامی ارزښتونو په خلاف دے

یوسف القرضاوی د امریکې په مشرۍ د اسلامی عربی هېوادونو غونډه او پکښې د عربی او اسلامی هېوادونو د مشرانو ګډون د اسلام او شریعت په خلاف چارو وبلله.

د مسلمانو علماو د نړیوالې اتحادیې مشر او مبلغ یوسف قرضاوی د قطر په پائېتخت کښې د اسلامی نړۍ د مختلفو سیمو له علماو سره په کتنه کښې د امریکې د ولسمشر او د اسلامی او عربی هېوادونو په شتون سره د غونډې جوړولو لپاره د سعودی  اقدام د اسلامی نړۍ او اسلامی تمدن د برترۍ بې احترامی  او په اسلامی هېوادونو باندې د سعودی د برترۍ د مسلط کولو ناسنجول شوے اقدام وبلۀ او وې ویل دا یوه یهودی او مسیحی نقشه ده او هدف یې د صهیونېزم د ګټو پوره کول او د حقیقی اسلام د تشخص بد ښودل او د دغه دین د شاندار بنیاد نړول دی. شېخ قرضاوی همدارنګ وویل چې وهابیت په هیڅ وجه د اسلامی نړۍ نمائنده نه دے او د وهابیت د مشرانو اقدامات له اسلامی نړۍ او مسلمانانو سره خیانت دے.دغه شېخ په دوام کښې وویل د سعودی تندلاریتوب او وهابیت د اسلامی نړۍ اصل دښمنان دی او هغه سخت حالات چې نن یې اسلامی او عربی امت شاهدان دی د سعودی په ګټه لټونکو نقشو کښې جرړه لری نو په دې بنیاد دغه هېواد د هغه تندلاریتوب او دهشتګردۍ لپاره چې خپله یې سبب دے یووالی او ملګرتیا ته رابولی؟ یوسف القرضاوی په آخر کښې وویل چې په هغو غونډو کښې چې عنوان یې امریکائی اسلامی عربی دے او امریکه او سعودی یې مشران دی د فارس خلیج او اسلامی هېوادونو د واکمنانو ګډون د شریعت او اسلام په خلاف دی او د اسلامی هېوادونو د محوری رول د ختمولو سبب کیږی.

 

ټیګونه