آمریکې او انګلیس پر الدُراز سیمې د آل خلیفه په برید کښې لاس درلود
(last modified Sat, 03 Jun 2017 03:00:51 GMT )
Jun 03, 2017 07:30 Asia/Kabul
  • آمریکې او انګلیس پر الدُراز سیمې د آل خلیفه په برید کښې لاس درلود

د بحرین عالمانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل: په الدُراز سیمې د آل خلیفه رژیم وروستۍ حمله د امریکې او انګلستان په ملګرتیا سره شوې ده.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې د بحرین د علماو پلاوي پرون د دې بیانیې په دوام کښې ټینګار وکړ چې د بحریني رژیم لخوا له دین او عقیدې سره مقابله د وطن او وحدت لپاره ترټولو خطرناک څیز دی.

په دغه خبرپاڼه کښې راغلي دي چې د الدراز سیمې محاصره یوازې د دغې سیمې محاصره او کلابندي نه ده بلکې د دین او ولس محاصره ده چې هم په اقتصادي او هم په معنوي اړخ کښې همهغه شان دوام لري.

همداشان د بحرین په مرکزي جیل (جو) کښې پرتو بندیانو په دغه زندان کښې له شکنجې او بدسلوک څخه د خپلې ژغورنې لپاره په یو پیغام کښې ویلي دي چې د روژې په دې مبارکه میاشت کښې د دعا د غونډو له ترسره کولو بې برخې دي او حتی روژه ماتۍ نه ورکول کیږي او له څلورو میاشتو ډیره موده وشوه چې د ملاقات اجازه هم نه لري.

 

ټیګونه