پر یمن د سعودي په تیري ګر ائتلاف کښې د قطر ونډه ختمه شوه
(last modified Mon, 05 Jun 2017 11:18:48 GMT )
Jun 05, 2017 15:48 Asia/Kabul
  • پر یمن د سعودي په تیري ګر ائتلاف کښې د قطر ونډه ختمه شوه

پر یمن د سعودي تیري ګر ائتلاف قومندانۍ نن په مینځني ختیځ کښې د قطر د اقداماتو په پلمه ورسره د ملګرتیا د ختمیدو خبر ورکړ.

د قطر او د فارس خلیج د څنډې د نورو عرب هیوادونو ترمینځ شخړه د قطر د حکومتي خبري آژانس د هیک کیدو په وجه زیاته شوه او له هغه وخته د لاخرابتیا په لور لاړه. دا کار د روان ۲۰۱۷ کال د مۍ میاشتې په وروستیو کښې عربستان ته د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له سفر وروسته شوی دی.

د فرانسې خبري آژانس د خبر له مخې څو ساعته وروسته له دې چې سعودي عربستان، متحده عرب امارات، بحرین او مصر له دوحې سره د خپلو سفارتي اړیکو د غوڅولو خبر ورکړ، په یمن باندې سعودي تیري ګر ائتلاف هم په دغه ائتلاف کښې د قطر د ونډې د ختمیدو خبر ورکړ.

د ویلو ده چې سعودي عربستان د امریکې په شنه څراغ او د ځینو عربو هیوادونو په ملګرتیا سره د ۲۰۱۵ کال له مارچ میاشتې نه پر یمن خپلې حملې پیل کړې دي څو خپل لاس پوڅي قدرت ته ورسوي خو تراوسه یې ماتې خوړلې ده.

دا په داسې حال کښې دي چې د عربستان، بحرین، اماراتو او مصر نه علاوه لیبیا هم له قطر سره خپلې سفارتي اړیکې غوڅې کړې دي.

 

ټیګونه