عربستان یوازې د وهابي تفکر په ختمولو سره اسلامي امت ته نزدې کیدی شي
د لبنان اهل سنت عالم وویل: اسلامي امت ته د عربستان د نزدې کیدو یوازنی لاره د وهابي تفکر له مینځه وړل دي.
شیخ ماهر عبدالرزاق د نوي ولیعهد په توګه د محمد بن سلمان له غوره کیدو وروسته وویل: د عربستان وروستۍ پیښې په کورنۍ کښې دننه یوه کودتا ده چې اصلي پلانونکی یې امریکا او صهیونیسټي رژيم دی.
د لبنان دغه اهل سنت عالم څرګنه کړه:له اسلامي هیوادونو سره د عربستان کینه ایز سیاستونه پر قطر په حملې او له دغه هیواد سره د اړیکو په غوڅولو سره خپل اوج ته رسیدلي دي او کله چې ځیني سعودي مسئولان د امریکې او اسرائیلو له مخکښې ټاکل شویو سیاستونو سهر مخالفت وکړي هغه وخت به په عربستان کښې د کورني اختلاف اور لاغرغنډه شي.
د لبنان د الاصلاح والوحدة جمعیت مشر وویل: د فلسطین مسئله باید ټول اسلامي امت یوموټی کړي څو نیواکي قدس آزاد شي خو آل سعود کورنۍ پر خلکو باندې په مسلط کیدو او د سختې ساډوبۍ په رامینځته کولو سره د اسرائیلو په ښودل شوې لاره روانه ده.