دعربستان عسکرو یو بل ښاریز هم وژلی
-
دسعودي عربستان په الشرقیه ولایت کښې د عوامه سیمې اکثره وسیدونکي شیعه مسلمانان دي .
دلبنان المیادین ټیلی ویژن راپور ورکړ دسعودی عربستان په ختیځ کښې د العوامیه شیعه میشته سیمې دیوه(۱) بل ښاریز په وژل کیدا سره ددغه سیمې د وژل شویوکسانو شمیر شپږو(۶) ته ورسید .
د سعودی عربستان د عسکرو او پولیسولخوا د العوامیه سیمې د کلابندۍ د دوام او دحکومتی پوځیانو ددرنو توپونو دحملو له کبله ددغه سیمې یو (۱)بل ښاریز محمد الرحیمانی بیګا د پو ځیانو په ډزو ووژل شو.
له دې سره په یووخت دسعودی عربستان پوځیانو په کرهڼو حملې سره په درنو ګاډو سره دالعوامیه سیمې په هستوګنه سیمو حملې وکړې او دسیمې خلک یې خپلو کورونو پریښودو ته مجبوره کړل چې د هغوې کورونه ړنګ کړی .
عینی کتونکو د عربستان په العوامیه سیمه کښې په الدیره سیمې د هوان حملې خبر ورکړ.
دغه راز دسعودی عربستان پوځیانو په ماشین ګڼو سره د البحاری ښارګی په یوې (۱)سیمې ډزې وکړې .
دسعودی عربستان عسکرو د جولاۍ دمیاشتې له اتویشتمې(۲۸) نیټې راهسې په العوامیه ښار سختې حملې او ډزې پیل کړی دی .
دسعودی عربستان په الشرقیه ولایت کښې د عوامیه سیمې اکثره وسیدونکی شیعه مسلمانان دی او ال سعود رژیم تل ددغه سیمې خلکو پرضد حملې او اقدامات کړی او هغه یې په سخته ځپلی دی .