بحرین ۱ لاک ۲۰ زرو بهرنیانو ته د بحرین تابعیت ورکړی دی
(last modified Sat, 12 Aug 2017 07:49:50 GMT )
Aug 12, 2017 12:19 Asia/Kabul
  • بحرین ۱ لاک ۲۰ زرو بهرنیانو ته د بحرین تابعیت ورکړی دی

د بحرینیانو د تابعیت د ختمولو سیاست د بحرین د هویت لپاره یو ګواښ ګڼل کیږي.

 د بحرین د بشري حقوقو یو فعال د خپل هیواد د نفوسي جوړښت د بدلولو لپاره یو لک شلو زرو پردیو لاس پوڅو ته د بحریني تابعیت د ورکولو کیدو خبر ورکړ.

رسا خبري آژانس لیکلي چې بحریني فعال مسعود جهرمي پرون په یو رپورټ کښې په دغه هیواد کښې د بشري حقوقو حالت کړکیچن وباله او څرګنده یې کړه: پردیو لاس پوڅانو ته د سیاسي تابعیت ورکول او د بحرین له اصیلو ښاریزو د تابعیت اخیستل د مخالفانو د سزا کولو لپاره د آل خلیفه رژیم په وسلې او اوزار بدل شوي دي.

دغه بحریني فعال د آل خلیفه رژيم د (سیاسي تابعیت) سیاست د توکمیز توپیر یو مثال وباله او ویې ویل: دا سیاست د بحرین د هویت لپاره یو ګواښ ګڼل کیږي.

جهرمي دې ته په اشارې سره چې په تیرو څلورو کالو کښې په سیاسي دلائلو څه باندې د څلورو سوو بحرینيانو تابعیت لغوه شوی دی، ټینګار وکړ چې د بحرین د شیعیانو د مشهور عالم شیخ عیسی قاسم په شمول د ټولو کسانو د تابعیت سلبیدل غیرقانوني دي.

 

ټیګونه