بحرینی ځواکونو په امامباړو او د عاشورې په سېمبولونو حملې وکړې
Sep 27, 2017 21:18 Asia/Kabul
د بحرین رژیم فوځیانو د دغه هېواد په مختلفو سیمو کښې په امباړو او عاشورائی سیمبولونوحملې جاری وساتلې.
مهر خبری اژانس د بحرینی رسنیو په نقل سره رپوټ ورکړ، د امامانو د میاشتې له شروع کېدو او د بحرین په مختلفو سیمو کښې د سړکونو او لارو کوڅو په تورو کپړو سره له پوښلو سره په یو وخت د آل خلیفه رژیم ځواکونو په امام باړو او د عاشورې په سېمبولونو باندې حملې سختې کړی دی
د دغه رپوټ له مخې د آل خلیفه رژیم ځواکونه هره ورځ د بحرین په زیاترو سیمو کښې د امامباړو د چارواکو او ځوانانو په نیولو سره د مرحم بېرغونه او بېنرونه راغورزوی.
پرون هم په المصلی سیمه کښې په هغو بحرینی ځوانانو باندې چې د آل خلیفه په دغه اقدام یې اعتراض کوه د رژیم ځواکونو حمله وکړه او چې له کبله یې یو شمېر کسان ژوبل شول.