د بحرین خلکو بیاهم د خپل ستر عالم په ملاتړ کښې مظاهرې وکړې
Nov 04, 2017 07:41 Asia/Kabul
د بحرین خلکو بیګا د دغه هیواد د لوړرتبه عالم شیخ عیسی قاسم څخه د ملاتړ د اعلانولو لپاره مظاهرې وکړې.
مهر خبري آژانس لیکلي چې د بحرین خلکو د یولړ شعارونو په ورکولو سره د شیخ عیسي قاسم د کور د کلابندۍ د ختمیدو او همداشان په دغه هیواد کښې د سیاسي بندیانو د آزادۍ غوښتنه وکړه.
دغه مظاهرې د بحرین په ابوصیبع سیمه کښې ترسره شې.
د آل خلیفه رژيم پوځي ځواکونو د تیر کال له جون میاشتې راهیسې د شیخ عیسی قاسم په محاکمې او د هغه د تابعیت له ختمولو راهیسې الدارز سیمه چې د دغه مشهور عالم کور پکښې دی، کلابنده کړې ده.
په بحرین کښې د ۲۰۱۱ کال د فرورۍ له څوارلسمې نیټې څخه د آل خلیفه رژيم خلاف ولسي انقلاب پیل شوی دی.