د بحرینی ښاریزو په خلاف د اعدام د احکامو په صادرېدو باندې په اعتراض کښې پراخې مظاهرې
(last modified Wed, 27 Dec 2017 15:52:35 GMT )
Dec 27, 2017 20:22 Asia/Kabul
  • د بحرینی ښاریزو په خلاف د اعدام د احکامو په صادرېدو باندې په اعتراض کښې پراخې مظاهرې

د بحرین مختلفې سیمې نن د دغه هېواد د ښاریز په خلاف د اعدام د احکامو په جاری کولو باندې په اعتراض کښې د خلقو د پراخو مظاهرو کتونکې وې.

د آل خلیفه رژیم فوځی محکمې په یو حکم کښې د غه هېواد شپږ ښاریز د بحرین د فوځ د قوماندان د وژلو لپاره په پلان کښې د رول لرلو په چټی تور سره په اعدام محکوم کړل.

المنار ټی وی چېنل نن د الدراز محاصره شوې سیمې په شمول په مختلفو سیمو کښې د بحرینی ښاریزو د مظاهرو د تصویرونو په خپرولو سره وویل: د پام وړ ټکے دا دے چې د اعدام دغه نوی احکام د بحرین فوخی محکمو جاری کړی دی.

المنار چېنل زیاته کړه، د آل خلیفه رژیم ځواکونو له مظاهره کونکو سره چې د اعدام د سزا ګانو د فوری لغو کولو او له جېلونو څخه د سیاسی فعالانو د ازادولو غوشتنه کوله سخت چلند وکړ.

 

ټیګونه