د بحرين د خلقو د انقلاب په دوام تاکيد
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i65483-د_بحرين_د_خلقو_د_انقلاب_په_دوام_تاکيد
د بحرين د جمعيت ملي اسلامي الوفاق مشر شيخ علي سلمان د بحرينيانو د غوښتنو تر پوره کېدو پورې د صلح ايز غورځنګ په دوام تاکيد وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 13, 2018 10:14 Asia/Kabul
  • د بحرين د خلقو د انقلاب په دوام تاکيد

د بحرين د جمعيت ملي اسلامي الوفاق مشر شيخ علي سلمان د بحرينيانو د غوښتنو تر پوره کېدو پورې د صلح ايز غورځنګ په دوام تاکيد وکړ.

د ايسنا خبري اژانس د رپوټ له مخې د بحرين د جمعيت الوفاق مشر د آزادۍ، ډېموکرېسس او برابرۍ د حاصلولو په لار کښې د دغه هېواد د خلقو ارادې ته په اشارط سره وويل:

بحرين خلقو د ځپنې باوجود عادلانه غوښتنو ته د رسېدو په لار کښې ستر ګامونه پورته کړي دي.

همدارنګ د شيخ علي سلمان مېرمن عليا الرضي سلمان پرون د بحرين د انقلاب د اومې کليزې په مناسبت وويل، د بحرين خلق به له خپلو غوښتنو څخه هيڅکله په شا نه شي او په تېرو اوو کلونوکښې دا مسئله ثابته شوې ده.

مېرمن الرضي سلمان په بحرين کښې د جدي او څرګند بحران شتون په اشارې سره زياته کړه په دغه هېواد  کښې د امنيت د ټينګښت او وينې بيدنې د ختمولو لپاره يوازېنۍ منطقي لار د داسې پراخ بنسټې لارې ته رسېدل دي چې د ټولو خواو په ګټه وي.