په مکه مکرمه کښې جرثقیل بیا یو کس وژلی دی
فارس خبری اژانس وایی دسعودی عربستان په مکه مکرمه کښې د مسجدالحرام په انګڼ کښې یوځل بیا جرثقیل(Crane)غورځیدلی او یو کس یې وژلی .
د سعودی عربستان چارواکو وویل دغه پیښه پرون د مسجد الحرام په کاری سیمه کښې شوی ده او د حاجیانو او زیارتوالو د تیریدا په ځاې کښې نه ده شوی .
د ۲۰۱۵ میلادی کال د سپتمبر د میاشتې په یولسمه (۱۱)نیټه هم د سعودی عربستان د حکومت د نالایقتوب او بې کفایتۍ په خاطر د بیت الله الحرام په حاجیانو جرثقیل غورځیدلی وو او له کبله یې یوسل لس (۱۱۰)حاجیان مړه او دوه سوه اته دیرش(۲۳۸) نور ژوبل شوی وو .
د ۲۰۱۵ میلادی کال د ستمبر دمیاشتې په څلورویشتمه(۲۴) نیټه هم د لوی اختر په مناسبت د منا(Mina) په ټاټوبی کښې د حج دمناسکو د ترسره کولو په وخت د سعودی عربستان دال سعود رژیم د ناوړه تدبیرونو په خاطر دایران دڅلورسوه څلورشپیتو(۴۶۴) حاجیانو په شمول څه دپاسه اوه زره(۷۰۰۰) حاجیان وژل شوی وو .