که ضرورت شی نوله ایس۴۰۰ډوله توغندیوبه استفاده وکړو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i73260-که_ضرورت_شی_نوله_ایس۴۰۰ډوله_توغندیوبه_استفاده_وکړو
اردوغان وئیلی دی ، انقره له څو کلونو راهسې له امریکا غواړی ، دتریکې وسلوال پوځ ته دې دې ته ورته توغندوی ضد دفاعی سسټم ورکړی ، خو د دامریکا کانګرس دغه هیوادته د دغو تجهیزاتو لیږدول ممنوع کړل .
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
Jun 13, 2018 13:40 Asia/Kabul
  •   که ضرورت شی نوله ایس۴۰۰ډوله توغندیوبه استفاده وکړو

اردوغان وئیلی دی ، انقره له څو کلونو راهسې له امریکا غواړی ، دتریکې وسلوال پوځ ته دې دې ته ورته توغندوی ضد دفاعی سسټم ورکړی ، خو د دامریکا کانګرس دغه هیوادته د دغو تجهیزاتو لیږدول ممنوع کړل .

 سپوټنیک خبری آژانس راپورورکړی ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  بیګا په یولړ څرګندونو کې  وئیلی دی ، له روسیې اخستونکی  ایس څلور سوه ډوله  توغندی به د تل لپاره په انبارونو کې نه وی  او که  له احتمالی حملې سره مخ شو ڼو د انتظار او په امریکا په پوځی اعتماد په ځای  به له دغو وسلو استفاده وکړو .

  اردوغان وئیلی دی ، انقره  له څو کلونو راهسې  له امریکا غواړی ، دتریکې وسلوال پوځ ته دې    دې ته ورته  توغندوی ضد دفاعی سسټم ورکړی ، خو د  دامریکا کانګرس  دغه هیوادته د دغو تجهیزاتو   لیږدول ممنوع کړل .

 واشنګټن  له دې  مخکې   د روسیې د ایس ۴۰۰ډوله توغندوی ضد دفاعی سسټم  داخستو په نسبت  انقرې ته خبرداری ورکړی او وئیلی ئې  وو،   داموضوع  د  ایف ۳۵دوله پنځم نسل  جنګی الوتکو  په باب د دواړو هیوادونو  پر موافقې  منفی اغیزې شیندلی شی .  دترکیې حکومت دامریکا د دغو ګواښونو   په غبرګون  کې  وئیلی وو،  دترکیې  احتمالی بندیزونه  د ناټو موسسې د غړو هیوادونو داړیکو له ورح سره هم چې  ترکیه ئې  له اویاؤ  کلونو راهسې  غړی هیواد دی ،  په تضاد کې دی  او  دانقرې اوواشنګټن  اړیکې  له زیاتې ترینګلی کولی شی .