پر الحدیده د سعودي تیري ګر ائتلاف په هوايي بمبارۍ کښې ۱۲یمنیان مړه او ژوبل شول
Nov 17, 2018 07:34 Asia/Kabul
د سعودي رژیم جنګي الوتکو بیګا د یمن په لویدیځ کښې د الحدیده ولایت استوګنې سیمې څو ځلې بمباري کړي.
د یمن پر الحدیده ولایت باندې د سعودي تیري ګر ائتلاف په بیګانیو بریدونو کښې د دریو ښځو په شمول ۹ کسان مړه او درې نور زخمي شوي دي.
د ویلو ده چې تیري ګر سعودي ائتلاف د روان کال د جون میاشتې له دیارلسمې څخه د الحدیده بندر د نیولو په موخه پر دغې سیمې پراخې حملې پیل کړې دي او زیاتره عام خلک وژني.
الحدیده بندر یمن ته د انساندوستانه مرستو د رسیدو اصلي او مهمه لاره ده.