سعودي فوځيانو په شيعه مېشته ښارګوټي په حملې سره اتۀ تنه ووژل
May 12, 2019 06:10 Asia/Kabul
د سعودي امنيتي ځواکونو د دغه هېواد په ختيځ کښې د قطيف سيمې په سنابس شيعه مېشته ښارګوټي باندې په حملې سره لږ تر لږه اته تنه ښاريز په ډزو سره ووژل.
د العالم د رپوټ له مخې د سعودي امنيتي ځواکونو پرون سنابس ښارګوټي ته د امنيتي ځواکونو او جنګي سازوسامانونو په لېږلو سره يوشمېر کورونه محاصره کړل او په تفتيش يې لاس پورې کړ.
د ځاي سرچينو د وېنا له مخې په قطيف ښار کښې المثلث سيمه باندې هم سعودي ځواکونو په آر پي جي سره ډزې شروع کړې.
سعودي امنيتي ځواکونو همدارنګ په مختلفو ځايونو کښې د اودرولو او تلاشي کولو مرکزونه جوړ کړي او په قطيف کښې يې د تاروت جزيرې اصلې درې لاره تړلې او د ولسي غورځنګ د څو فعالانوپه تعقيب يې لاس پورې کړےدے.