په قطیف کښې د اتو عربستاني ښاریزو د وژلو مختلف اړخونه
(last modified Sun, 12 May 2019 10:44:50 GMT )
May 12, 2019 15:14 Asia/Kabul
  • په قطیف کښې د اتو عربستاني ښاریزو د وژلو مختلف اړخونه

د عربستان امنیتي ځواکونو د دغه هیواد د ختیځ د قطیف سیمې په یو کلي باندې په حمله کښې اته تنه ووژل.

د قطیف په ختیځې سیمې کښې د عربستاني ښاریزو وژل کیدل مختلف اړخونه لري.

وړومبی: په قطیف سیمې کښې له خلکو سره د آل سعود د امنیتي ځواکونو نښته، د مذهب په محوریت سره یوه هویتي نښته ده. د قطیف سیمې زیاتره نفوس عربستاني شیعیان جوړوي. سعودي عربستان چې ځان د اهل سنت مسلمانانو مشر ګڼي، د دغه هیواد شیعه مسلمانانو ته توکمپال نظر لري او هغوي د دویمې درجې د ښاریزو په توګه ګڼي. په هم دې وجه د آل سعود توکمپاله کړنلاره د عربستان په شیعه میشتو سیمو کښې د مدني غورځنګونو د جوړیدو او د حکومت ضده مظاهرو سبب شوې ده. له دې امله سعودي حکومت هم د عربستان د دغه برخه ښاریزو په ځپنه کښې له هیڅ اقدامه ډډه نه کوي.

دویم: د قطیف سیمې د خلکو خلاف د آل سعود تشدد یوازې په فزیکي یا بدني تیري پورې نه محدودیږي بلکې د کورونو د محاصرې او تلاشۍ، د تلاشۍ د پوسټو د جوړولو، د اصلي لارو د بندولو، د مدني فعالانو او غورځنګونو د تعقیبولو او هم داشان د فعالانو او عادي خلکو د نیولو او د فعالانو او مشرانو لپاره د مرګ د سزا د حکم د صادرولو په شان د تشدد ځیني نور شکلونه په کښې هم شاملیږي.

دریم: آل سعود د عربستان د شیعه مسلمانانو د ځپنې لپاره له ترهګرۍ سره د مبارزې له جوړ کړي قانونه کار اخلي. د دغه قانون له مخې، له سعودي حکومت سره هر ډول مخالفت او پرې نیوکه د عامه اذهانو تشویش او له هیواده د امنیت اخیستل ګڼل کیږي.

په قطیف کښې له عامه خلکو سره د آل سعود د امنیتي ځواکونو د تیرې ورځې نښتې هم د خلکو د ځپنې لپاره له ترهګرۍ سره د مبارزې د قانون په چوکاټ کښې بلل شوې دي. په هم دې لړ ښې د عربستان رسمي خبري آژانس ویلي چې د قطیف په تاروت نومې کلي کښې (په یوې نوې جوړې شوې ترهګرې ډلې) باندې د عربستان د امنیتي ځواکونو په حمله کښې اته کسان وژل شوي دي. دغه اته واړه کسان (ترهګر) وو او امنیتي ځواکونه لاهم په سیمه کښې خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.

څلورم: د شیعه مسلمانانو خلاف تشدد او قهرجن اقدامات په عربستان کښې د آل سعود په یوې کړنلارې بدل شوي دي او د دغو خلکو خلاف د جوړښتي تشدد بیانونکي دي. دغه جوړښتي تشدد د وهابیت د تعلیماتو او شیعه افکارو ترمینځ په تعارض او ټکر کښې جرړه لري. وهابیت چې افراطي تفکر لري او د زیاتره ترهګرو ډلو د تفکر بنیاد هم په وهابیت کښې جرړه لري، شیعیان خپل دښمنان ګڼي. دغه تفکر په سعودي عربستان کښې د قدرت جوړښت او د دغه هیواد د شیعیانو په هکله یې سټراټيجۍ ته غزیدلی او د شیعیانو خلاف د تشدد د زیاتیدو سبب شوی دی.

پنځم: په داسې حال کښې چې د آل سعود حکومت د عربستان د شیعیانو خلاف د تشدد شکلونه او شدت زیات کړی، لویدیځ مدعیان چې بشري حقوق د نړۍ په ارزښتونو کښې شامل ګڼي، په عربستان کښې د شیعه مسلمانانو ځپنې ته هیڅ غبرګون نه څرګندوي. د آل سعود له خوا د عربستاني شیعیانو له ځپنې د لویدیځو قدرتونو دا ملاتړ لرونکی نرمښت بشري حقوقو ته د هغوي د انتخابي کتنې مصداق دی. په حقیقت کښې یوځل بیا ثابته شوه چې هر کله چې د لویدیځو قدرتونو د ګټو او ارښتونو ترمینځ ټکر رامینځته کیږي، ارزښتونه د خپلو ګټو قرباني کوي. آل سعود هم په دې حالت باندې په خبرتیا او د لویدیځو وسلو د اخیستو له لارې د پیسو په ورکولو سره په عربستان کښې دننه هم تشدد زیات کړی دی چې په تیره بیا په دې وروستیو څلورو کلونو کښې د عربستان په سیاسي جوړښت کښې د محمد بن سلمان له قدرت اخیستو راهیسې یې ډیره وده ورکړې ده.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه