عربی هیوادونه دې په بحرین کې فلسطیني ضد کنفرانس بایکاټ کړي
(last modified Tue, 21 May 2019 10:39:16 GMT )
May 21, 2019 15:09 Asia/Kabul
  • عربی هیوادونه دې په بحرین کې   فلسطیني ضد کنفرانس بایکاټ کړي

دفلسطین حماس غورځنګ په دغې اعلامیې کې همداراز د بحرین د کنفرانس په ترسره کیدا داندیښنې په ښودلو سره عربو هیوادونو ته خبرداری ورکړی، له هر ډول هغه اقدام اوفعالیته دې چې د پیړۍ دمعاملې د اجرائي فیز ته واریدیدو او دعادي کولو لامل کیږي ، ډډه وکړي . دغه مبارز غورځنګ په دغې اعلامیې کې هیله ښودلې ، دبحرین خلک صهونیسټي جنایتکار پخپلې خاورې کې ونه مني او خپل ټاټوبی دې دصهونیسټانو په شتون سره نجس نه کړي .

پارس ټوډې خبری آژانس راپورورکړی د فلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس  نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره  له عربی هیوادونو غوښتي دي ، دپيړۍ دمعاملې  داقتصادي فیز د لومړنۍ مرحلې په باب دې  په بحرین کې  کنفرانس  کې  ګډون نه کوي اوبایکاټ دې کړي .

 د بحرین کنفرانس چې د پيړۍ دمعاملې داجرا لومړنۍ مرحله به وي ،ټاکل شوې ده،دجون په ۲۵ او ۲۶نیټه په بحرین کې ترسره شي  او په فلسطیني ټاټوبي کې  د پانګونې  جذبول  او فلسطین ته  په کم سود د پور د ورکول ئې  موخې  اعلان شوي دي .

دفلسطین حماس غورځنګ په دغې اعلامیې کې  همداراز د بحرین د کنفرانس  په ترسره کیدا داندیښنې په ښودلو سره  عربو هیوادونو ته خبرداری ورکړی،  له هر ډول هغه  اقدام اوفعالیته دې چې د پیړۍ دمعاملې د اجرائي فیز ته واریدیدو او دعادي کولو  لامل کیږي ، ډډه وکړي .دغه مبارز غورځنګ په دغې اعلامیې کې هیله ښودلې ، دبحرین خلک صهونیسټي جنایتکار پخپلې  خاورې کې ونه مني  او خپل ټاټوبی دې   دصهونیسټانو په  شتون سره نجس نه کړي . 

 امریکائي رسندویو ادعا کړې  چې دبحرین په دغه  کنفرانس کې به  دځينو عربو هیوادونو ،دکورواکه تشکیلاتو  استازي او پانګوال  ګډون وکړي .

د  امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ  سلاکار او زوم جرد کوشنر  له دې مخکې وئيلي وو ، چې  دپيړۍ معامله به د روژې له میاشتې وروسته  اعلان شي .

 

ټیګونه