یمنیانو لس عربستاني پوځیان ووژل
Jul 15, 2019 06:44 Asia/Kabul
د یمن د پوځ سنایپرانو د عربستان د سویل د جیزان ولایت په الدود سیمه کښې د دغه هیواد د پوځ لس ځواکونه هلاک کړي دي.
د یمن د پوځ سنایپرانو د عربستان د سویل د جیزان ولایت په الدود سیمه کښې د دغه هیواد د پوځ لس ځواکونه هلاک کړي دي.
ایرنا خبر ورکړی چې د یمن پوځي او ولسي ځواکونو هم داشان پرون د عربستان د سویل د عسیر ولایت په مجازه سیمه کښې د سعودي ځواکونو پر سنګرونو حمله وکړه چې په کښې لس عربستاني ځواکونه مړه او ژوبل شول.
په عین حال کښې د یمني پوځي توغندوي یونټ د عربستان د نجران په الصوح سرحدي سیمه کښې او هم داشان د یمن په صعده ولایت کښې د سعودي ځواکونو موجود مرکزونه په نښه کړل چې له امله یې یوشمیر سعودي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.