د یمني ځواکونو په عملیات کښې اووه سعودي تالي څټي هلاک شول
په عسیر نومې سرحدي ښار کښې د سعودي تالي څټو په سنګرونو باندې د یمن د پوځي او ولسي ځواکونو د سنایپرز په حمله کښې لږترلږه اووه تنه ووژل شول.
په عسیر نومې سرحدي ښار کښې د سعودي تالي څټو په سنګرونو باندې د یمن د پوځي او ولسي ځواکونو د سنایپرز په حمله کښې لږترلږه اووه تنه ووژل شول.
المسیره ټیلیویژني چینل خبر ورکړ چې د (فلایټ ریډار ۲۴) په نامه د هوايي ټریفک کنټرول سنټر هم وویل: د عربستان د ابها نړیوال ډګر په دیارلس کیلومیټرۍ کښې په (خمیس مشیط) هوايي اډې باندې د یمن د پوځ او ولسي ځواکونو حمله د دغه نړیوال ډګر په لور د الوتنو د لغو کیدو سبب شوه.
د یمن ډرون الوتکو بیګا د عربستان په جنوب کښې د جیزان او ملک خالد په نومونه د دغه هیواد دوه هوايي ډګرونه هم په توغندیو ویشتي او سخت تاوان یې وررسولی دی.
بل خبر دا چې د سعودي رژيم جنګي الوتکو په یمن کښې د اوربند د موافقې د خلاف ورزۍ په دوام کښې یوځل بیا په یو نوي جنایت کښې (الحدیده) ښار بمباري کړ.