تیري ګر سعودي ائتلاف یوځل بیا په الحدیده بمباري وکړه
Aug 18, 2019 07:25 Asia/Kabul
سعودي تیري ګر ائتلاف بیګا د اوربند د موافقې په بیاوارې خلاف ورزۍ سره د یمن د لویدیځ په الحدیده ولایت کښې التحیتا او الدریهمي سیمې وویشتلې.
د یمن المسیره چینل وویل چې سعودي تیري ګرو او د هغوي لاس پوڅو د دغو دواړو سیمو په لور د هاوان او توپونو له څلویښتو زیاتې مرمۍ ویشتې دي.
د دې حملې د مرګ ژوبلې او نور تاوان په هکله تراوسه کوم رپورټ نه دی رارسیدلی.
د ویلو ده چې په الحدیده کښې د اوربند په هکله په سویډن کښې د شوې موافقې له مخې د صنعاء او ریاض ترمینځ اوربند، د تیر ۲۰۱۸ کال د دسمبر له اتلسمې نیټې پیل شوی خو سعودي ائتلاف یې هره ورځ خلاف ورزي کوي.
الحدیده بندر یمن ته د انساندوستانه مرستو د لیږلو ډیره مهمه لاره ده.