د اسرائیلو لومړی وزیر یوه پناه ځای ته وتښتید
العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ دصهیونیسټ رژیم رسنیو بیګا ددغه رژیم په ښارګیو دفلسطین له غزې تړانګې څخه د څو توغندیو د ویشتل کیدا او یوه(۱) پناه ځای ته د لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د تښتیدا خبر ورکړ .
د صهیونیسټ رژیم رسنیو وویل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو چې په اشدود (Ashdod)صهیونیسټ میشته ښارګی کښې د لیکوډ ګوند په مراسمو کښې یې ګډون کړی وو د توغندوی حملې د خطر د ټلۍ له کړنګیدا وروسته خپله وینا په نیمه کښې پریښودله او د ویرې په حالت کښې یوه(۱) پناه ځای ته وتښتید.
د فلسطین مقاومت غورځنګ بیګا دصهیونیسټ رژیم تیریو ته په ځواب کښې دنیواکی فلسطین په جنوب کښې په صهیونیسټ میشته ښارګیو توغندوی حملې وکړې .
د صهیونیسټ رژیم جنګی الوتکو، هیلی کوپټرونو ، بې پایلوټه الوتکو او توپونو په تیرو څو ورځو کښې په ځلونو دفلسطین د غزې تړانګې په بیلابیلو سیمو حملې کړی دی .
صهیونیسټ رژیم د ۲۰۱۷میلادی کال له دسمبر میاشتې راهسې په غزې تړانګې د هوایی حملو نوی پړاو په ایجنډې کښې شامل کړی دی چې تراوسه پکښې په زرګونو فلسطینیان شهیدان او ژوبل شوی هم دی .