نصر من الله عملیات د سعودي ائتلاف په مخ یوه کلکه څپیړه وه
(last modified Tue, 01 Oct 2019 03:01:57 GMT )
Oct 01, 2019 07:31 Asia/Kabul
  • نصر من الله عملیات د سعودي ائتلاف په مخ یوه کلکه څپیړه وه

د یمن د علماؤ ټولنې نصر من الله عملیات د سعودي ائتلاف په مخ باندې یوه مضبوطه څپیړه وبلله او په دغه ائتلاف کښې غولیدلو تالي څټو ته یې سپارښتنه وکړه چې زرترزره خپلو هیوادونو ته ستانه شي.

د یمن د علماؤ ټولنې نصر من الله عملیات د سعودي ائتلاف په مخ باندې یوه مضبوطه څپیړه وبلله او په دغه ائتلاف کښې غولیدلو تالي څټو ته یې سپارښتنه وکړه چې زرترزره خپلو هیوادونو ته ستانه شي.

المسیره خبري چینل رپورټ ورکړی چې د یمن د علماؤ ټولنې پرون په یوه خبرپاڼه کښې د سعودي او اماراتو حکومتونو او د هغوي ملاتړو ته سپارښتنه وکړه چې د یمن د انصار ا... غورځنګ د اوربند وړاندیز ومني.

د یمن عالمانو په خپل هیواد باندې د تیري کونکو په دریځونو باندې په نیوکې سره ټینګار وکړ چې د سعودي تیري ګرو او د هغوي د انډیوالانو غرور او خودغرضي به هغوي د هلاکت او د یوې سترې ماتې په لور بوځي.

هغوي وویل: که په یمن باندې تیری او د دې هیواد کلابندي دوام وکړي نو له انقلابي مشرانو او پوځ نه به وغواړو چې د دښمن حملو ته په ټولو موجودو او قانوني وسائلو او امکاناتو سره ځواب ورکړي.

 

ټیګونه