امریکا په یمن کښې د صلحې مخالفه ده
د یمن د انقلاب د عالي کمیټې مشر په دې خبرې سره چې امریکا په ځلونو د یمنیانو ترمینځ د موافقې د ترلاسه کیدو خنډ شوې ده، ټینګار وکړ: له سعودي ائتلافه د ملاتړ بندول، صلحې ته د رسیدو لاره ده.
د یمن د انقلاب د عالي کمیټې مشر محمد علي الحوثي وویل: امریکا په یمن باندې د تیري اصلي شریکه ګڼله کیږي او دا جنګ به هله پاې ته ورسي چې له تیري ګرو د امریکې، اسرئیلو، انګلستان او فرانسې ملاتړ بند شي.
الحوثي د یمن هراړخیزه کلابندي او محاصره یو جنګي جنایت وباله او زیاته یې کړه: یمن د جنګ د ختمیدو لپاره د هر ډول خبرواترو هرکلی کوي خو که سعودي ائتلاف د یمن د صلحې وړاندیز رد کړي نو یمني ځواکونه به ورته لا سخت ګوذارونه ورکړي.
د ویلو ده چې د یمن د ملي نجات د حکومت مشر مهدي المشاط د ستمبر په شلمه نیټه د مشروط اوربند په اعلاولو سره، تیري ګر سعودي ائتلاف د جنګ بندولو ته وروباله.