۷۱ زره ناروغان د یمن د محاصرې د دوام له امله مړه شوې دي
په یمن باندې د سعودي ائتلاف د تیري له پیل راهیسې دغه هیواد د ځمکې، سمندر او هوا له لارې محاصره کړی دی.
د یمن روغتیا وزارت بیګا په یوه خبرپاڼه کښې د تیري ګر سعودي ائتلاف له خوا د خپل هیواد د کلابندۍ په وجه لږترلږه د ۷۱ زره یمني ناروغانو د مړینې خبر ورکړ.
د یمن روغتیا وزارت په دغه بیانیه کښې ویلې دي: په یمن باندې د سعودي ائتلاف د یرغل له پیلیدو راهیسې لږترلوه ۴۳ زره یمني بیمارانو د درملنې لپاره له هیواده بهر ته د سفر د امکان د نشتوالي په وجه سرونه بایللې دي.
دغه خبرپاڼه زیاتوي چې ۲۸ زره د کینسر مریضان هم د یمن د کلابندۍ او هیواد ته د درملو او طبي تجهیزاتو د نه وررسیدو په وجه مړه شوې دي.
د ویلو ده چې په یمن باندې د سعودي ائتلاف د تیري له پیل راهیسې دغه هیواد د ځمکې، سمندر او هوا له لارې محاصره کړی دی.