صهیونیسټانو د ستنیدو په مظاهرو کښې په ګډونوالو حمله وکړه
فلسطیني سرچینو ویلي چې د غزې په پولو کښې د ستنیدو په درې اتیایمو مظاهرو کښې په ګډونوالو باندې د صهیونیسټو پوځیانو په حمله کښې ۶ فلسطینیان زخمي شوې دي.
العهد خبري ویب سایټ خبر ورکړی چې د غزې په پولو کښې د ستنیدو د حق د مظاهرو درې اتیایمه جمعه د زرګونو فلسطینیانو په ګډون ترسره شوه.
د صهیونیسټي رژيم پوځیانو د تیرو اونیو په شان د اوښلن ګیس او هم داشان رسا ډزو سره د دغو صلحه ایزو مظاهرو د ځپلو کوشش وکړ.
د ویلو ده چې د فلسطینیانو د ستنیدو د حق صلحه ایزې مظاهرې چې د ۲۰۱۸ کال د مارچ له دیرشمې پیل شوې وې، د دریو اونیو له ځنډ وروسته یوځل بیا شروع شوې دي.
بل خبر دا چې د صهیونیسټي رژيم پوځیانو پرون د فلسطین په کورواکه تشکیلاتو پورې د اړوند (فلسطین ټي وي) نومې چینل څلور خبریالان ونیول او په قدس کښې یې د دغه چینل دفتر بند کړ.