د يمنيانو په توغنده اي حمله کښې په لسګونو سعودي ګوډاګيان هلاک شول
(last modified Fri, 13 Dec 2019 01:49:21 GMT )
Dec 13, 2019 06:19 Asia/Kabul
  • د يمنيانو په توغنده اي حمله کښې په لسګونو سعودي ګوډاګيان هلاک شول

خبري سرچينو د يمن د فوځي او ولسي ځواکونو په توغنده اي عملياتو کښې د لسګونو سعودي ګوډاګيانود هلاکېدو خبر ورکړ.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د يمن د وسله والوځواکونو وياند جنرل يحيی السريع پرون وويل، په «قاصم» نومې توغندي سره په الجوف صوبه کښې د سعودي د ګوډاګيو ځواکونو په سنګرونو باندې په حمله کښې په لسګونو سعودي ګوډاګيان مړۀ  او ژوبل شول.

هغه يادونه وکړه چې د يمن فوځي او ولسي ځواکونو همدارنګ په پوله ايزو سيمو کښې د سعودي تالي څټو له پرمختګ څخه مخنيوے وکړ.

سعودی د اماراتو، امريکې، اسرائيلو او څو نورو عربي او لويديځو هېوادونو  په ملاتړ او اقتدار ته د مستعفي او فراري ولسمشر عبد ربه منصور د رسولو په بهانه د ۲۰۱۵ ميلادي کال له مارچ راهسې د يمن د خلقو خلاف حملې شروع کړې دي چې اوس هم دوام لري او په دغو حملو کښې په زرګونو کسان مړۀ او ژوبل شوي او د هېواد روغتونونه ، ښوونځی ، بېخ بنائي تاسيستات او د خلقو کورونه تباه کړې شوي دي . او په ميلينونو يمنيان کډه په سر شوي او اوس هم يمنيان د زمکې ، هوا او سمندر له لوري په محاصره کښې له سختو خوراکي، درملي او د ضرورت وړ نورو څيزونو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

سعودي رژيم او د هغه انډيوالان تر اوسه د يمن د خلقو د مقاومت په وجه په دغه هېواد کښې خپلو مقاصدو يعنې اقتدار ته د خپلو لاسپوسو په رسولو کښې نه دي کامياب شوي.

 

ټیګونه