عربستان په یمن باندې برید کښې ماتی خوړلی ده
زمونږ خبریال وایی د یمن د اطلاعاتو د وزیر مرستیال فهمی الیوسفی وویل په دغه هیواد د سعودی عربستان رژیم د تیریو د یوزر او اوه سوه (۱۷۰۰) ورځو په تیریدا سره سره تیریګر تراوسه نه دی توانیدلی خپل ځانونه منظم کړی .
هغه د سعودی عربستان د ائتلاف په مقابل کښې د یمن د خلکو استقامت په یمن باندې تیریګرو هیوادونو د ناکامۍ او د ماتی نښه وبلله .
الیوسفی وویل د سعودی عربستان لخوا دیمن د ظالمانه کلابندۍ په نتیجه کښې ددغه هیواد خلک له لوږې سره لاس اوګریوان دی او ټولې اقتصادی او روزنیزې ادارې او حتی د یمن تاریخی حافظه هم له مینځه تللی ده .
سعودی عربستان له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې د یمن پرضد حملو او له ځمکې ، سمندر او هوا څخه کلابندۍ ته دوام ورکړی دی .
سعودی عربستان تراوسه د یمن څه دپاسه شپاړس زره (۱۶۰۰۰) ښاریز وژلی او په لسګونو زره نور ژوبل کړی او په میلیونونو نور یې کډوال کړی هم دی .