یمن به د سعودی عربستان رژیم ته سخت ځواب ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i86823-یمن_به_د_سعودی_عربستان_رژیم_ته_سخت_ځواب_ورکړی
تسنیم خبری اژانس وایی د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع پرون ټینګار وکړ د هیواد د مظلوم ملت پرضد د سعودی عربستان جنایتونو ته به ضرور ځواب ورکړل شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 26, 2019 01:05 Asia/Kabul
  • یمن به د سعودی عربستان رژیم ته سخت ځواب ورکړی

تسنیم خبری اژانس وایی د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع پرون ټینګار وکړ د هیواد د مظلوم ملت پرضد د سعودی عربستان جنایتونو ته به ضرور ځواب ورکړل شی .

هغه ډاګینه کړه د یمن خلک به د سعودی عربستان د رژیم جنایتونو او حملو ته سخت او دردونکی ځواب ورکړی .

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع د صعده ولایت په منبه ښار کښې په الرقو بازار باندې حملې کښې د سعودی عربستان د ائتلاف نوی جنایت ته په اشارې سره وویل عربستان باید  د یمن د پریکنده ځواب په تمه ووسی .

په تیرې سه شنبې ورځ د یمن په الرقو بازار باندې د سعودی عربستان د ائتلاف د توپونو په حملو کښې کابو اته دیرش (۳۰۰۰۰) کسان مړه او ژوبل شوی وو .

د سعودی عربستان لخوا دیمن پرضد حملو او جنایتونو کښې تراوسه  د دغه هیواد څه دپاسه شپاړس زره (۱۶۰۰۰) بې ګناه خلک وژل شوی او دغه هیواد یې د خوراکی موادو او د درملو له کمښت سره هم مخ کړی دی .