له محمد بن سلمان سره د نتانیاهو د کتنې د زمینې برابرول :-
(last modified Sun, 09 Feb 2020 13:11:07 GMT )
Feb 09, 2020 17:41 Asia/Kabul
  • له محمد بن سلمان سره د نتانیاهو د کتنې د زمینې برابرول :-

د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو هڅه کوي د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره کتنه وکړي .

د امریکا ولسمشر ټرمپ د روان میلادي کال د جنورۍ په اتویشتمه (۲۸)نیټه په سپینې ماڼۍ کښې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د څو عربو هیوادونو د سفیرانو په ګډون سره د پیړۍ د معاملې د توکمپال پلان مخ کتنه وکړه .

له هغو زیاتو مخالفتونو سره سره چې له دغه پلان سره وشول د اسرائیلو لومړی وزیر نتانیاهو او د امریکا ولسمشر ټرمپ د هغه د اجرايي کولو هڅه کوي .

یو(۱) مهم سیاست چې د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو او د اسرائیلو لومړی وزیر نتانیاهو یې تعقیبوي د پیړۍ د معاملې د پلان جایز ښودل دي .

دغه سیاست د عربو هیوادونو لخوا د پلان د منلو په چوکاټ کښې تعقیبیږي .

په همدې دلیل د پیړۍ د معاملې د پلان د مخ کتنې په مراسمو کښې په واشنګټن کښې  د اردن ، د عمان د متحده عربي اماراتو او د بحرین سفیرانو ګډون درلود .

اوس په ورپسې ګام کښې د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو هڅه کوي د پیړۍ له معاملې څخه د نورو عربو هیوادونو رضایت ښکاره کړي چې یو(۱) مهم هیواد یې سعودي عربستان دی .

که څه هم د پیړۍ د معاملې د پلان د مخ کتنې په دستورو کښې د سعودي عربستان سفیر ګډون نه درلود خو د ریاض حکومتي چارواکو له دغه پلان سره هیڅ مخالفت نه دی لرلی .

سعودي عربستان اندیښمن دی چې د پیړۍ له  فلسطین ضده او توکمپال پلان څخه ښکاره ملاتړ له  اسلامي هیوادونو په تیره  له فلسطین څخه په ملاتړ کښې د هغوې د ادعا وړ د څیرې د خرابیدا سبب شي .

سره له دې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو هڅه کوي د صهیونیسټ رژیم او د سعودي عربستان ترمینځ مینځګړیتوب وکړي او د نتانیاهو او د محمد بن سلمان ترمینځ د کتنې زمینه برابره کړي .

په همدې لړ کښې د «اسرائیل هیوم» په نوم صهیونیسټي اینټرنیټ پاڼې د عربو ډیپلوماټیکو په سرچینو په قول لیکلي دي چې د امریکا د اسرائیلو د سعودي عربستان او د مصر ترمینځ کوټلي سلامشورې روانې دي چې په راتلونکو اونیو کښې په قاهرې کښې د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان او د صهیونیسټ رژيم بنیامین نتانیاهو ترمینځ کتنه وشي .

ټاکل شويه دغه کتنه  په قاهرې کښې د سعودي عربستان د عمان د بحرین د سوډان د متحده عربي اماراتو او د امریکا د مشرانو په شتون  سره وشي .

داسې ښکاري د امریکا خارجه وزیر له یوې خوا د محمد بن سلمان له مقام غوښتنې او د هغه له جوړښت ماتونکو کړچارونو څخه د دغه کتنې د ترسره کولو لپاره استفاده کوي او  له بلې خوا محمد بن سلمان د جمال خاشقجي د وژلې د جنایت له دوسیې څخه د امریکا لخوا د هغه د ژغورنې په خاطر د واشنګټن احسان مني .

ویلی شو چې د پیړۍ د معاملې له پلان سره د محمد بن سلمان یوځاې کیدل د خبریال جمال خاشقجي د وژلې په دوسیې کښې د سلمان د ژغورلو لپاره د امریکا شرط دی .

بل د پام وړ ټکی دا دی چې د پیړۍ معاملې عملا د فلسطین د  موضوع په هکله په عربو نړۍ کښې د درز  او اختلاف ښکاره کړی دی .

سعودي عربستان ، متحده عربي امارات، اردن ، بحرین ، عمان او مصر په یوې (۱) جبهې کښې ورغلي دی او په ښکاره یا تلویحي ډول له دغه پلان سره موافق دي او د فلسطین د عراق د  لبنان د  سوریې د فلسطین د تیونس او د کویت په شان نورو هیوادونه هم په بلې جبهې کښې ورغلي دي او له دغه پلان سره د مخالفت په ترڅ کښې هغه د پیړۍ دروغ  یا د فلسطین په وړاندۍ د پیړۍ خیانت ګڼي .

 

ټیګونه