سماعیل هنیه:
له ايران سره د حماس تعلقات سټراټيجک دي
د فلسطين د اسلامي مقاومت د غورځنګ حماس د سياسي دفتر مشر له الميادين چېنل سره په مرکه کښې تاکيد وکړ، د ايران له اسلامي جمهوريت سره د دغه غورځنګ تعلقات سټراټيجک دي.
د ايرنا د رپوټ له مخې اسماعيل هنيه د فلسطين له ملت او مقاومت څخه د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر د قدس ځواک د قوماندان شهيد جنرل قاسم سلېماني ملاتړونو ته په اشارې سره وويل، سردار سلېماني د القسام له کنډکونو او مقاومت څخه په ملاتړ کښې بنيادي او محوري رول لرۀ.
هنيه همدارنګ د امريکې د پېړۍ معامله نومې پلان ته په اشارې سره وويل، د پېړۍ معاملې د امريکې بندرنګ څېره او د سازباز د بهير ترخه نتيجه په ډاګه کړه.
د حماس د سياسي دفتر مشر د دې په بيانولو سره چې د پېړۍ معامله د فلسطين د آئيډيال ستنې په نښه کړې دي تاکيد وکړ، د فلسطين د مقاومت ډلې پکار دے د دغه پلان د ردولو او غندلو او د ملي پالېسۍ په وړاندې کولو سره يوشان موقف غوره کړي.