ریاض کښې د سختې چاودنې غږ واوریدل شو
Jun 23, 2020 06:37 Asia/Kabul
سعودي سرچینو نیمه شپه د عربستان په پلازمینې ریاض کښې د یوې سختې چاودنې د غږ اوریدل کیدو خبر ورکړ.
تسنیم خبري آژانس خبر ورکړی چې سعودي سرچینو وویل: دغه چاودنه د یمن د پوځ د ډرون حملو له امله رامینځته شوې ده.
په عربستان کښې د ټولنیزو شبکو د کارونکو په وینا، دغې چاودنې د ریاض ښار شمالي برخه لړزولې ده.
ورته مهال سعودي رسنيو ادعا وکړه چې د عربستان اینټي میزایل سیسټم د یمن له ډرون حملو سره مقابله کړې ده.
د دې خبر په هکله نور جزئیات لا نه دي ترلاسه شوې.