له صهيونېسټ رژيم سره د تعلقاتو په بحالولو کښې د آل سعود اعلاني او عملي تناقضات
(last modified Tue, 08 Sep 2020 23:32:23 GMT )
Sep 09, 2020 04:02 Asia/Kabul
  • له صهيونېسټ رژيم سره د تعلقاتو په بحالولو کښې د  آل سعود اعلاني او عملي تناقضات

د سعودي باچا سلمان بن عبدالعزيز د امريکې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټيلفوني تماس کښې د خپلواکه فلسطيني هېواد تشکيل له صهيونېسټ رژيم سره د تعلقاتو د بحالولو شرط وبلۀ.

ډونالډ ټرمپ د اګست په ديارلسمه اعلان وکړ چې اماراتو او صهيونېسټ رژيم د تعلقاتو بحالولو لپاره موافقه وکړه. د ابوظبۍ او تل ابيب له موافقې څخه د څه د پاسه درې هفتو په تېرېدو سره د سعودي باچا په دې اړه د سعوي سرکاري موقف اعلان کړ.

سلمان بن عبدالعزير له صهيونېسټ رژيم سره د سعودي د تعلقاتو بحالول رد کړي نه بلکه هغه يې مشروط کړي دي. هغه له ټرمپ سره په ټيلفوني تماس کښې وويل، تر هغه وخته يو فلسطيني هېواد تشکيل نه شي سعودي له اسرائيلوسره به خپل تعلقات بحال نه کړي.

خو د ملک سلمان دغه ادعا يوازې يوه اعلاني ادعا ده او له صهيونېسټ رژيم سره د تعلقاتو د بحالولو په اړه د رياض له عملي سياست سره څرګند تضاد لري. اماراتو تېره هفته له سعودي حکومت څخه وغوښتل  چې هغو الوتکو ته دې چې د اماراتو په لور يا له اماراتو څخه الوت کوي د سعودي له هوائي حريم څخه د تېرېدو اجازه ورکړي او آل سعود هم  دغه غوښتنه ومنله.

په  دا ډول د اسرائيلو وړومبنۍ الوتکه چې اماراتو ته راغلې وه د سعودي له  هوائي حريم څخه په تېرېدو سره نيواکي زمکو ته ستنه شوه. د سعودي دغه اقدام له يوې خوا له صهيونېسټ رژيم سره د تعلقاتو په بحالولو کښې د اماراتو د حکومت له اقدام څخه ملاتړ او په رسميت پېژندل او له بلې خوا له تل ابيب سره د تعلقاتو اشارتاً بحالول ګڼل کيږي.

همدارنګ د سعودي له آسمان څخه د اسرائيلو الوتکو ته د الوت اجازه ورکولو کښې د رياض اقدام د فلسطينيانو په خلاف د آل سعود څرګند خيانت دے. نو ځکه په يو خپلواکه فلسطيني هېواد تشکيلولو پورې له صهيونېسټ رژيم سره د تعلقاتو د بحالولو مشروطول  سعودي باچا لخوا يوازې يوه ادعا او نمائش دے.

بله موضوع دا ده چې د خپلواکه فلسطين د تشکيل موضوع د پېړۍ معامله نومې پلان کښې نه ده رد شوې بلکه تاکيد پرې هم شوے دے خو ختيځ قدس  هم د لويديځ قدس په شان صهيونېسټ رژيم ته حواله کړے شوے دے او د خپلواکه فلسطين تشکيل د يو کلي په پائيتخت سره په نظر کښې نيول شوےدے.

ملک سلمان له دغې موضوع سره مخالفت نه دےاو د قدس شريف په پائتختۍ سره د خپلواکه فلسطين هېواد تشکيل يې نه دے مطرح کړے.دا هم له اسرائيلو سره د سعودي د تعلقاتو د بحالولو په اړه د آل سعود اعلاني او عملي سياست يو بل تناقض دے.

يوه بله مهمه مسئله دا ده چې ال سعود او په خاصه توګه د سعودي وليعهد محمد بن سلمان له صهيونېسټ رژيم سره د تعلقاتو په بحالولو باور لري. بن سلمان د ۲۰۱۸ کال په مارچ کښې امريکې ته په يوسفر په واضحه توګه فلسطينيان له صهيونېسټ رژيم سره د تاوتريخوال د دوام ذمه وار بللي وو. په حقيقت کښې محمد بن سلمان په دغه سفر کښې په رسمي توګه د اسرائيلود حاکميت حق په سرکاري توګه په رسميت وپېژندۀ او فلسطينيان يې له صهيونېسټ رژيم سره د کشمکش د دوام ذمه وار معرفي کړي وو.

هغه څه چې د دې سبب کيږي چې سعودي باچا له صهيونېسټ رژيم سره د تعلقاتو د بحالولو په لړ کښې له ګفتاري او عملي تناقضاتو سره مخامخ شي،دا دي چې ملک سلمان په دې ښۀ پوهيږي چې فلسطين ته په سرکاري توګه شا کول د اسلامي نړۍ د عامه افکارو په نزد د هغه او سعودي د بدنامۍ سبب کيږي

نو ځکه له صهيونېسټ رژيم سره د سعودي د تعلقاتو د بحالولو مشروط کول له فلسطين څخه د دفاع او د اماراتو د اقدام د غندلو په معنا نه دي بلکه له هر څه زيات د عامه افکارو د غولولو او د سعودي د بوډا باچا له بدنامېدو څخه د بچ کولو په هدف سره يو رسانه اي دروغ دي.

-----

 

ټیګونه