د حج عمره د مناسکو دریم پړاو پیل شوی
زمونږ خبریال وايي د کورونا ویروس له خپریدا وروسته د حج عمره د مراسمو دریم (۳) پړاو د بیلابیلو هیوادونو د حاجیانو په ګډون سره د مخه نیوکه کونکو اقداماتو په اجرا سره پیل شو .
د حج عمره له مراسمو څو ساعته مخکې د سعودي عربستان چارواکو وویل د حج عمره د دغو مراسمو اجرا کیدل د هغوې کسانو لپاره چې له خارجي هیوادونو څخه عربستان ته ورځي د اجازت ورکړل شویو محدودیتونو په اعمالولو سره ترسره کیږي .
دا د کورونا ویروس د خپریدا په دلیل د حج د مراسمو له ځنډیدا وروسته لومړی(۱) ځل دی چې د خارجي هیوادونو حاجیان هم د حج عمره په مراسمو کښې ګډون کولای شي .
د دغه راپور پراساس د حج د عمرې په دریم (۳) پړاو کښې د روغتیا چارو په نظر کښې نیولو سره په مسجد الحرام کښې هره ورځ د شل زره (۲۰۰۰۰) زیارتوالو او د شپیته زره (۶۰۰۰۰) لمونځ ګزارو ظرفیت په نظر کښې نیول شوی دی .
سعودي عربستان د روان میلادي کال په مارچ میاشت کښې په هیواد کښې د کورونا ویروس له خپریدا سره په یووخت د نړیوالو الوتونو په بندولو سربیره خپل هیواد ته د خارجي حاجیانو په ورتګ بندیز ولګاوه او د حج عمره مناسک یې چټي کړل .