د سعودي پر تیری ګر ائتلاف باندې د یمني ځواکونو توغندیز برید مرګژوبله اړولې
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند اعلان وکړ: د یمن په مارب ولایت کې د سعودي ائتلاف پر قرارګاه باندې د ولسي ځواکونو په توغندیز برید کې ۸ سعودي تیری ګر فوځیان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.
د المسیرې د راپور سره سم، د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع تېره شپه وویل: یمني فوځیانو او د ولسي کمېټو ځواکونو د بدر بالیسټیک په ټوغندیو سره د سعودي د تیری ګر ائتلاف ګډ اپرېشن مرکز د تداوین په قرارګاه کې ویشتی دی.
هغه زیاته کړه چي په دغه توغندیز برید کې لږ تر لږه ۸ سعودي تیری ګر فوځیان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.
سریع وویل تر هغه پوري چي سعودي د یمن له محاصرې او تیری څخه لاس وانخلي د سعودي ائتلاف پر ضد به فوځي عملیاتونه دوام وکړي، موږ د دښمن ټول خوځښتونه تر نظر لاندې لرو.
په داسي حال کې چي یمن د سعودي د تیری ګر ائتلاف تر کلکي محاصرې لاندې دي خو بیا هم د دې هیواد د فوځ او د ولسي ځواکونو دفاعي وړتیاوي ورځ تر بلي زیاتیږي.