یمني چارواکي په ملګرو ملتو نیوکه وکړه
د یمن د تیلو د شرکت رسمي ویاند ټینګار وکړ چې ملګري ملتونه په یمن باندې د تیري ګرو په لیکه کښې دي.
د یمن یوشمیر خلکو پرون په صنعاء کښې د ملګرو ملتو د دفتر مخې ته په راغونډیدو سره د سعودي تیري ګر ائتلاف لخوا د سونګو د کشتیو نیول وغندل.
عصام المتوکل وویل: تیري ګر سعودي ائتلاف هم داشان تر ننه پورې د سونګو وړونکې لس کشتۍ نیولې دي او ملګري ملتونه یې هم د ملاتړي په شان، په یمن باندې د تیري کونکو په لیکه کښې شامل شوی دی.
دغه یمني چارواکي څرګنده کړه چې ملګري ملتونه د سویډن د موافقې په اجرا کښې عاجز او ناتوانه دي او د یمن د ولس په محاصره کولو او ورباندې په تیري کښې په یو شریک بدل شوي دي او پکار دي چې پر خپلې انساني دندې عمل وکړي او بې پلویتوب ته ستانه شي.
المتوکل د صنعا د نړیوال هوايي ډګر او د الحدیده بندر د خلاصیدو په ضرورت ټینګار وکړ.