په پیل کې باید تیریګر هیوادونه په یمن خپل یرغلونه ختم کړي
(last modified Tue, 09 Feb 2021 08:27:36 GMT )
Feb 09, 2021 12:57 Asia/Kabul
  • په پیل کې باید تیریګر هیوادونه په یمن خپل یرغلونه ختم کړي

د انګلستان استخباراتي ادارې ، په کرتو د خپلو ډول ډول پرمختللو ارتباطي وسایلو اوتجهیزاتو باندې د سنبالو تالی څټو په ګمارلو سره ، په یمن کې د جاسوسۍ او ورانکار اقدامات کړي دي .

المسیره ټيلیویژني چینل راپور  ورکړی ،  دیمن د ملی مرکچي ټيم مشر محمد عبدالسلام  په دغه هیواد کې د انګریز سفیر د څرګندونو په غبرګون کې  چې په مارب او الخوف جبهو کې  ئې  دانصار ا... مبارزانو د حملو د درولو غوښتنه کړې وه ، وئيلي دي ، باید  انګریز مشران د یمن په ضد د تیریو او کلابندۍ په دوام کې   خپل اقدامات یاد کړي ..

عبدالسلام روښانه کړې ده هغه ملت چې  له خپلې خاورې دفاع کوي، په سمه لاره  ګامونه پورته کوي  او د کلابندۍ  تر لغوه کیدا او د تبیریو تر بندیدا پورې به له خپلې د فاع لاس وانخلي .

  دا په داسې حال کې دي ، چې  دهیګ نړیوالې محکمې  د تیرې دوشنبې په ورځې د یمن په اړه  په یوې محاکمې کې  د انګلستان له استخباراتي ادارې سره  د اړونده جاسوسانود محاکمې  لومړنۍ غونډه ترسره  کړه .

 د انګلستان استخباراتي ادارې ، په کرتو د خپلو ډول ډول پرمختللو  ارتباطي وسایلو  اوتجهیزاتو باندې د سنبالو تالی څټو په ګمارلو سره ، په یمن کې  د جاسوسۍ او ورانکار  اقدامات کړي دي .

 

ټیګونه