امریکائي چورلکې له سورئې عراق ته داعشیان منتقلوي
(last modified Thu, 11 Feb 2021 02:08:11 GMT )
Feb 11, 2021 06:38 Asia/Kabul
  • امریکائي چورلکې له سورئې عراق ته داعشیان منتقلوي

د سورئې ولسمشر بشار اسد وئیلي ، د امریکا او ددغه هیوا په قوماندانۍ سره داعش په ضد دتش په نامه ائيتلاف هوائي ځواکونه عملا د داعش ترهه ګرې ډلې په هوائي ځواک بدل شوي دي .

 په سورئې کې امنیتی سرچینو  پرون د یوې خبرتیا په خپرولو سره  وظیلي دي ،امریکائي پوځ د چورلکو په وسیله   له سورئې  عراق ته داعشي ترهه ګرمنتقلوي  او هڅه کوي ددغه  هیواد امنیت یو ځل بیا ترینګلی کړي .

 زمونږخبریال  هم راپور راکړی ،  امریکا  تر دې دمه  په کرتو په سورئې او عراق کې  له تکفیری ترهه ګرو سره  د مرستو په خاطر  د الوتکو او چورلکو په وسیله  د وسلو او تجهیزاتو او دغه راز خوراکي جوپې  رسولي دي  او دغه راز ئې په ښکاره  ئې له یوه ځایه بل ځاي ته د چورلکو په وسیله  منتقلوي .

 داپه داسې حال کې دي چې د سورئې ولسمشر بشار اسد  وئیلي ، د امریکا او ددغه هیوا په قوماندانۍ سره  داعش په ضد دتش په نامه ائيتلاف  هوائي ځواکونه  عملا د داعش  ترهه ګرې ډلې په هوائي ځواک بدل  شوي دي .

امریکا او متحدان ئې همدااوس  د سورئې د حکومت له رسمي اجازت پرته په غیر قانوني توګه  له ترهه ګرو ډلو سره د مبارزې  په پلمه  په سورئې کې پوځي شتون لري ا و  ددغه هیواد پخوناني کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ  منلې وه چې  دغه هیواد  د داعش پشمول د ترهه ګرو ډلو درامینځة کونې اصلي عامل  دی .

 

ټیګونه