د سعودي ائتلاف په هوايي بمبارۍ کښې ۱۱ ملکي یمنیان مړه او ژوبل شول
Mar 05, 2021 07:25 Asia/Kabul
د سعودي تیري ګر ائتلاف جنګي الوتکو پرون د یمن د جنوب لویدیځ په تعز ولایت کښې په الجمله سیمې باندې بمباري وکړه
د سعودي تیري ګر ائتلاف جنګي الوتکو پرون د یمن د جنوب لویدیځ په تعز ولایت کښې په الجمله سیمې باندې بمباري وکړه
د یمن المسیره چینل ویلي چې په دغې حملې کښې یو ملکي وګړی مړ شوی او د څو ماشومانو په شمول لس تنه ملکي وګړي زخمي شول.
د تیري ګر سعودي ائتلاف جنګي الوتکو په دې وروستیو ورځو کښې د یمن په مختلفو ولایتونو کښې استوګنې سیمې په کراتو بمباري کړې دي.
د یمن په بې وزله هیواد باندې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف پوځي تیري دغه هیواد د خوراکي او درملیزو موادو له سخت کمي او قحطۍ سره مخا مخ کړی دی.