انصارالله:
د یمن د ازادولو عملیات په چټکی سره دوام موندلی
Mar 15, 2021 07:40 Asia/Kabul
د انصارالله د غورځنګ د سیاسي شورا غړی ټینګار وکړ چي د یمن تر بشپره ازادی پوري به د ولسي ځواکونو او د دې هیواد د فوځ عملیات دوام وکړي.
د انصارالله د غورځنګ د سیاسي شورا غړی محمد البخیتی وویل: د یمن د ولس مقاومت په تاریخ کې بې سارې ده او د سعودي تیري ګر ائتلاف په یوه سخته جګړه کې ښکېل دی.
البخیتی زیاته کړه: په داسي حال کې چي امریکا، عربستان، داعش او القاعده په ګډه سره د یمن په وړاندې جنګیږي د مارب په جبهه کې د یمن ولسي ځواکونه په مخ روان دي خو تیری ګر ائتلاف په نورو سیمو کې د جګړې په تودولو سره غواړي په مارب کې د یمن د ولسي ځواکونو د پرمختګونو مخنیوی وکړي.
د انصارالله د سیاسي شورا دغه غړی ټینګار وکړ چي د تاوتریخوالو د زیاتېدو مسئولیت عربستان ته ورګرځي ځکه چي یمن د حقیقي سولي پلوی دی.