په مارب صوبه کښې د يمن د فوځي او ولسي ځواکونو پرمختګ
(last modified Fri, 16 Apr 2021 11:28:11 GMT )
Apr 16, 2021 15:58 Asia/Kabul
  • په مارب صوبه کښې د يمن د فوځي او ولسي ځواکونو پرمختګ

خبري سرچينو د مارب صوبې په شمال لويديځ او لويديځ کښې د يمن د فوځي او ولسي ځواکونو د پرمختګ خبر ورکړ.

د الاخبار ورځپاڼې د رپوټ له مخې د يمن فوځي او ولسي ځواکونو نن په ختيځې سيمې صراوح کښې د يمن د مستعفي حکومت د مشر عبد ربه منصور هادي له ځواکونو سره د سختې نښتې ترڅنګه وکړې شول ځانونه له دوو محورو څخه د مارب ښار په لويديځ کښې د صحن الجن فوجي اډې ته نزدې کړي چې په دغه نښته کښې په لسګونو سعودي ګواډګي ځواکونه په هلاکت ورسېدل.

د دغه رپوټ له مخې د يمن فوځي او ولسي ځواکونو همدارنګ له سختو نښتو وروسته د مارب د بند د سمندرګي په خواوشا پراخو سيمو تسلط پېدا کړ.

د رپوټ له مې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې د سعودي جنګي الوتکو له حملو سره په يو وخت د مارب  شمال لويديځ له محاذونو څخه نښتې شروع شوې او تر جنوب لويديځ او شمال پورې يې پراختيا ومونده، همدارنګ د يمن فوځ او ولسي ځواکونو د الخشب په غرونو هم تسلط وموند او د نښتو لمن يې د مارب ښار په لويديځ کښې د صحن الجن اډې نه وراخوا وغزوله.

مارب د تېلو او ګېسو د سرچينو او د مارب د اوبو بند او همدارنګ د اوبه خور د نېټ ورک د شتون په وجه زيات اقتصادي اهميت لري او ورباندې تسلط د يمن د خلقو زيات اقتصادی مشکلات هوارولې شي.

 

ټیګونه