د امريکې په خنډ اچونې سره د قدس په باره کښې د امنيت د شورا بې نتيجې غونډه
(last modified Tue, 11 May 2021 10:29:26 GMT )
May 11, 2021 14:59 Asia/Kabul
  • د امريکې په خنډ اچونې سره د قدس په باره کښې د امنيت د شورا بې نتيجې غونډه

پرون د قدس شريف د حالاتو په باره کښې د امنيت د شورا غونډه بې نتيجې ختمه شوه.

په ملګرو ملتو کښې د حاضرو ډېپلومېټانو د وېنا له مخې د د ګډ متن په باره کښې د امنيت د شورا غونډه په داسې حال  کښې ختمه شوه امريکې په دې مرحله کښې د وروستيو واقعاتو په باره کښې د عمومي او کلي بيانيې خپرېدل مناسبت ونه ګڼۀ.

واشنګټن خپلو انډيوالانو ته تاکيد وکړ چې اوس پکار دے دحالاتو د ارامولو لپاره د پردې شا ته هلې ځلې اوشي او اطمينان نه لري چې په دې مرحله به د يوې بيانيې صادرېدل ګټور او کارجوړونکې چاره وي.

ټاکل شوې ده چې د هغه متن په نسبت چې له دې مخکښې د ناروے لخوا پينځلسو غړيو هېوادونو ته تجويز شوے ؤ په لا نرمې لهجې سره د يوې بيانيې د برابرولو او خپرولو لباره د امنيت د شورا د غړيو ترمېنځ خبرې اترې دوام ومومي. د هغې بيانيې مسوده چې په دې لړ کښې د تيونس او چين لخوا په ګډه توګه تياره کړې شوه له اسرائيلو غواړي چې د صهيونېسټ مېشته ښارګيو د جوړولو، د فلسطينيانو د کورو ړنګولو او د هغوي  وېستلو ته دې خاتمه ورکړي. نوموړې بيانيې همدارنګ په مقدس ځايونو کښې د اوسني حالت د احترام او د زغم لرلو غوښتونکې ده.په دغې مسوده کښې همدارنګ د ختيځ قدس شريف په شمول په لويديځه غاړه کښې يعنې په هغه ځاے کښې چې د وروستيو نښتو په وجه پکښې سلګونه تنه ژوبل شول د زياتېدونکو تاوتريخوالو او تشدد په اړه اندېښنه څرګنده شوې ده.

خو په ختيځ قدس شريف کښې د اوسنيو حالاتو په باره کښې د بائيډن د حکومت د ظاهري اندېښنې باوجود د امنيت په شورا کښې د امريکې دريځ نيونه او د يوې نرمې د صهيونېسټ رژيم په اقداماتو د دومره نه نيوکه کونکې بيانيې له صادرېدو څخه مخنيوے ښودنه کوي چې واشنګټن حتی د فلسطينيانو په خلاف د اسرائيلو په جنايتکارانه کردار باندې ډېره وړه نيوکه هم نه شي زغملې. پوښتنه دا ده چې د ملګرو ملتو د امنيت شورا د دغې نړيوالې ادارې د يو اصلي رکن په توګه چې د نړيوالې صلحې او امنيت د ساتنې ذمه واري په غاړه لري آيا په بنيادي توګه د امريکې له نظره په نيواکي فلسطين کښې په اوسنيو غميزناکو  حالاتو د غور کولواو  په تېره بيا په ختيځ قدس شريف کښې او د غزې په تړانګه کښې د صهيونېسټ رژيم د وروستيو حشيانه حملو په وړاندې چې تر اوسه پکښې په لسګونو تنه شهيدان او په سلګونو ژوبل شوي دي څه دنده لري يا دا چې په دې زمينه کښې دې بې تفاوته وي.

د اسرائيلو په اقداماتو که هغه د فلسطينيانو په وړاندې وي او که که د سوريې او لبنان په شان د ګاونډي هېوادونو په وړاندې وي د غور کولو په زمينه کښې د ملګرو ملتو د امنيت په شورا کښې د امريکې دريځونو ته يوه کتنه دا ښودنه کوي چې  واشنګټن هيڅکله په تېره بيا د امريکې د مخکيني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ په دوره کښې د يو داسې پرېکړليک چې يو ډول د اسرائيلو په کردار باندې نيوکه کوي د صادرولو اجازه نه ده ورکړې. په دې زمينه کښې يوازېنے استثنائي مورد د ۲۰۱۶ کال په دسمبر کښې د باراک اوباما د ولسمشرۍ په دوره کښې د امنيت د شورا ۲۳۳۴ پرېکړ ليک دے چې پکښې له صهيونېسټ رژيم څخه غوښتې شوي دي چې د ۱۹۶۷ کال په نيواکي زمکو کښې دې ښارګي جوړونې بندې کړي او دغه اقدام يې د نړيوالو قوانينو څرګنده خلاف ورزي وګڼله او امريکې ورته غېرجابنداره رائي ورکړه. خو د ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کښې واشنګټن د اېشيا د لويديځ په وړاندې له اسرائيلو څخه د هراړخيز ملاتړ پاليسي د خپل سياست په سر کښې راوسته او له صهيونېسټ رژيم څخه د ملاتړ لپاره يې بې مخينې اقدامات ترسره کړل او حتی په ۲۰۱۸ کال کښې په صهيونېسټ رژيم باندې د نيوکې کولو په وجه د ملګرو ملتو د بشري حقوقو له شورا نه ووتۀ

دا په داسې حال کښې دي چې اسرائيل په نړيواله سطح د بشري حقوقو ترټولو ستر خلاف ورزي کونکے ګڼل کيږي او په خاصه توګه د غزې په تړانګه کښې د فلسطينيانو له قتل عام نه علاوه د لويديځې غاړي او د ختيځ قدس شريف د مېشته فلسطينيانو په شړلو او د هغوي د زمکو په غصب کولو سره په هغو ځايونو کښې د صهيونېسټانو لپاره ښارګي جوړوي.د صهيونېسټانو دغه اقدام د زياترو فلسطينيانو د مهاجر کېدو سبب شوے دے او د بشري حقوقو يو ډول خلاف ورزي او يو جنګي جنايت دے. خو د بائيډن حکومت چې د بشري حقوقو ادعا ري، د اسرائيلو دغو جنايتونو ته بې له پامه هم هغه ترې په هر اړخيز ملاتړ ټينګار لري او له زيات نه زيات په دې لړ کښې د اندېښنې په څرګندولو بسنه کوي.

--------

 

ټیګونه