روحانی :
قاتل صهیونیسټان له هیڅ دین سره اړیکه نه لري
د اسلامي ایران ولسمشر څرګنده کړه: قاتل صهیونیسټان چې خلک وژني له هیڅ کوم دین سره هیڅ ډول اړیکه او نسبت نه لري.
د اسلامي ایران ولسمشر څرګنده کړه: قاتل صهیونیسټان چې خلک وژني له هیڅ کوم دین سره هیڅ ډول اړیکه او نسبت نه لري.
ولسمشر حسن روحاني نن د خپلې کابینې په غونډې کښې د صهیونیسټي رژیم جنایتونو او د فلسطین او لبنان د بې دفاع او مظلومو خلکو وژلې ته اشاره وکړه او ويې ویل: قاتل صهیونیسټان هیڅ کوم دین نه مني.
هغه په دې خبرې سره چې ایران نن سبا د فلسطین له مظومو خلکو په ملاتړ کښې تقریباً یوازې پاتې شوی دی، په مسلمانو او د فلسطین په ګاونډي هیوادونو یې نیوکه وکړه او زیاته یې کړه: ولې اسلامي هیوادونه او د مصر او اردن په شان د فلسطین ستر ګاونډي او نور هیوادونه د دغو جنایتونو په وړاندې هیڅ نه وايي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په خپله وینا کښې هم داشان په کابل کښې د لیسې د زده کونکو ماشومانو انجونو د ډله ایزې وژلې د دردناکې پیښې په خاطر د افغانستان حکومت او ولس ته د تسلیت په ویلو سره زیاته کړه: کوم کسان چې داسې غیرقابل باور جنایتونه کوي، اسلام یې بدنام کړی دی او اصلي جنایت هغو خلکو کړی چې په افغانستان کښې لاسوهنه کوي.
ولسمشر روحاني څرګنده کړه: اسرائیلو، امریکې او لویدیځ په سیمه کښې نیابتي ډلې جوړې کړې دي او د افغانستان، لبنان، فلسطین، سوریې، پاکستان، عراق، یمن، بحرین او افریقې په شمول د سیمې په هیوادونو کښې جنایتونه او وژَنې کوي.