د امام رضا علیه السلام زوکړه مو مبارک شه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i101990-د_امام_رضا_علیه_السلام_زوکړه_مو_مبارک_شه
امام رضا علیه السلام د ۱۴۸ هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې په یوولسمه نیټه په مدینه منوره کښې وزیږیده.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 22, 2021 04:37 Asia/Kabul
  • د امام رضا علیه السلام زوکړه مو مبارک شه

امام رضا علیه السلام د ۱۴۸ هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې په یوولسمه نیټه په مدینه منوره کښې وزیږیده.

نن د ذلقعدې د میاشتې یوولسمه نیټه د نړۍ د شیعه مسلمانانو د اتم معصوم امام حضرت ثامن الحجج علي بن موسی الرضا علیه السلام د نیکمرغې زوکړې کلیزه ده

امام رضا علیه السلام د ۱۴۸ هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې په یوولسمه نیټه په مدینه منوره کښې وزیږیده.

د امام رضا علیه السلام عظمت په خلکو کښې مشهور و او هر ځاې به چې د هاشمیانو او علویانو او فاطمیانو د لوړتیا خبره کیدله نو دغه امام به د هغوي د سترتوب او میړانې وارث بلل کیده.

د اتم معصوم امام د فضائلو په بیان کښې نقل شوي دي چې د امام رضا علیه السلام په زمانه کښې له هغوي زیات عالم او پوه کس شتون نه درلود.

د حضرت امام رضا علیه السلام د ژوند او امامت پړاؤ د عصمت او طهارت اهل بیتو یعنې د رسول ا... مبارک کورنۍ ته د خلکو د ګروهنې د اوج اخیستو او د دغه پاک خاندان د ولسي محبوبیت د پراختیا پړاؤ دی.

مونږ هم د ایران د راډیو او ټیلیویژن د ادارې په استازیتوب د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا د تهران راډیو مینه والو ته د حضرت امام رضا علیه السلام د نیکمرغه ولادت د کلیزې مبارکي وایو.