ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i102288-ورځپاڼو_ته_کتنه
د تہران او کابل چاپ د ورځپاڼو مهم خبرونه، مقالې او تبصرې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 28, 2021 08:36 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تہران او کابل چاپ د ورځپاڼو مهم خبرونه، مقالې او تبصرې

نن د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د سپاه پاسداران د قومندان څرګندونې په غټو ټکیو راخیستې دي چې وايي: په ټولو ډګرونو کښې به د نړۍ په غوره هیوادونو کښې شامل شو.

سردار سلامي د نورا په نامه په ایران کښې د کرونا د یو بل واکسن جوړیدو ته په اشارې سره وویل چې دغه واکسن د بقیة ا... د طبي علومو پوهنتون جوړ کړی دی. د سپاه پاسداران د مشر قومندان او د ایران د روغتیا د وزیر په شتون سره د نورا واکسن مخکتنه وشوه.

د سپاه پاسداران قومندان هم داشان وویل: هیڅ ولس د سختو لارو له وهلو پرته د پرمختګ او منزلت لوړو څوکو ته نه شي رسیدې. زمونږ ګران ولس دې ډاډه اوسي چې د هیلې او امید بیرغ به له بل هر وخت نه زیات لوړ او اوچت وویني.

سردار سلامي زیاته کړه: ټولې نړۍ ته وايو چې له ډګره نه وځو او پوهیږو چې د محاصرې ټول سخت حصارونه به بلآخره په خپلو فني او علمي اقداماتو سره مات کړو.

اوس وخت رارسیدلی دی چې مونږ امریکایانو ته واکسن ورکړو او ورته وایو چې که د کرونا د واکسنو په برخه کښې کمی لري نو ورسره مرستې ته تیار یو.

خبر زیاتوي چې په دغو دستورو کښې د ایران د روغتیا وزیر سعید نمکي هم وویل: په راتلونکو میاشتو کښې به نه یوازې د واکسن کمی ونه لرو بلکې صادر به یې هم کړو او بې وزلو هیوادونو ته به یې وړیا ډالۍ کړو.

هم دې ورځپاڼې بیا په یو بل خبر کښې لیکلي چې په ایران کښې د کرونا پنځمه څپه راغلې ده.

خبر زیاتوي، د تهران د مسیح دانشوري پوهنتون د عفوني برخې مشر په دې خبرې سره چې په هیواد کښې د کرونا پنځمه څپه پيل شوې ده، وویل: د کرونا نوی موندل شوی وایرس هندي ډلټا وایرس دی.

پیام طبرسي وویل: د کرونا پنځمه څپه راپورته شوې ده او دا هندي ډلټا وایرس ډیر په تیزۍ سره له یو نه بل کس ته منتقلیږي او هر ناروغه کس له ۸ نه تر ۱۲ کسان په دغه وایرس ککړولی شي.

هغه هیله وښودله چې د کرونا دا څپه هم د تیرو څپو په شان ډیر شدت ونه لري خو که په وړاندې یې احتیاط او تابیاوې غوره نه شي نو د ناروغۍ له یوې سختې څپې سره به مخامخ شو.

ډاکټر طبرسي زیاته کړه: نن سبا د روسیې او اروپايي هیوادونو په شان د نړۍ په زیاترو هیوادونو کښې غالب وایرس هم دا هندي وایرس دی.

*/*/*/*/*/*/

 

 

 

 

له تهرانه چاپیدونکې ابتکار ورځپاڼې بیا په ویانا کښې د ایران او ۴+۱ ډلې ترمینځ د ایټمي موافقې (برجام) په لړ کښې روانو خبرواترو ته انعکاس ورکړی او د ایران د مذاکراتي ټیم د مشر او د خارجه وزیر د مرستیال سید عباس عراقچي له قوله یې لیکلي دي: خبرې اترې پاې ته ورسیدې او د فیصلې وخت راورسیده.

د ایران د خارجه وزیر مرستیال سید عباس عراقچی د اسلامی شورا د بهرنی سیاست او ملی امنیت کمیشن له غړیو سره خپلې غونډې ته په اشارې سره وویل: د ویانا خبرو اترو د وروستی وضعیت په اړه د کمیشن له استازیو سره سلاومشوره وشوه .

عراقچی د ویانا د خبرواترو د پایلو په اړه زیاته کړه: تراوسه د خبرو اترو ۶ پړاونه ترسره شوې دي او تقریبا وروستیو مرحلو ته نږدې شوی یو، ځینې مسائل پاتې دي چی په اړه یې په کافی اندازه خبرې شوې دي او د هیوادونو د فیصلې کولو وخت رارسیدلې دې .

د عراقچی په وینا ایران مخکې خپلې سختې فیصلې کړې دي،  کله چی امریکا له ایټمي موافقې ووتله په برجام کی پاتې شو، دا د ایران سخته او ستره فیصله وه چی د برجام د ساتلو سبب شوې ده.

د ایران د خارجه وزیر مرستیال ټینګار وکړ: حاضر دمه د مقابلو لورو وار دی  او هغو خبرو اترو ته په پام سره چې درلودلې مو دي، باید فیصله وکړي او د برجام د بیا احیا په اړه جمع بندۍ ته ورسي تر څو موافقه وشي.

*/*/*/*/*

 

 

 

رابه شو د تهران چاپ کیهان ورځپاڼې ته چې د چنګاښ د اوومې نیټې د پيښې د کلیزې په مناسبت د شهید بهشتي په شمول د دغې پیښې د ځینو شهیدانو انځور چاپ کړی دی.

کیهان د خپلو بهرنیو خبرونو په برخه کښې يې په غټو ټکیو لیکلي دي: د ډله ایزو قبرونو له کشفیدو وروسته د کاناډا په کلیساګانو باندې پرله پسې حملې.

په کاناډا کښې په نولسمې او شلمې پیړۍ کښې د کاتولیک کلیسا له خوا په اداره کیدونکو ښوونځیو کښې د ځايي ماشومانو د دوو ډله ایزو قبرونو له موندل کیدو وروسته چې تقریباً ۹۷۰ مړي په کښې لیدل شوي دي، اوس له دغو کلیساګانو څخه په خلکو کښې رامینځته شوې کرکه او قهر سبب شوی چې په دغه هیواد کښې د کلیساګانو د سوځولو یوه لړۍ بیل شي.

د ماشومانو د ډله ایزو وژلو په لړ کښې تراوسه نه د کاناډا حکومت بخښنه غوښتې ده او نه پاپ.

کیهان په یو بل خبر کښې لیکلي چې د بشري حقوقو سازمانونو سعودي عربستان د هغه د جنایتونو په وجه، د بشري حقوقو له نظره له میکسیکو وروسته د نړۍ دویم بدترین هیواد بللی دی.

له بلې خوا تیري ګر سعودي ائتلاف د عربستان په سویل کښې د یولړ اهدافو خلاف د یمن د وسله والو ځواکونو د ډرون او توغندوي عملیاتو او حملو خبر ورکړی دی.

دې ورځپاڼې د کرونا په هکله یو خبر کښې لیکلي چې فایزر واکسن د کرونا د نوي ډول مخنیوی نه دی کړی شوی او لسګونه انګریزان چې دغه واکسن یې لګولی و، د ډلټا په نوم هندي کرونا وایرس له امله وژل شوي دي.

او د افغانستان د سیمو او ولسوالیو سقوط دوام لري، د افغانستان پنځه نور ښارونه د طالبانو لاس ته ولویدل. له بلې خوا د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدا... عبدا... وویل چې طالبان د جنګ له لارې خپلو اهدافو ته نه شي رسیدې.

د طالبانو د حملو په وجه زرګونه افغانان کډه په سر شوي دي.

کابل چاپ

کابل کې چاپېدونکو ورځپاڼو په خپلو نننيو ګنو کې په هېواد کې وروستيو ولسي پاڅونونو او د افغانستان او امريکا ملګرتيا ته په اشارې، مقالې او شننې خپرې کړې دي.

ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې ليکلي، که طالبان خپله جګړه نه‌دروي، نو ولسي پاڅونونه د دې توان لري چې له خپلې خاورې ساتنه وکړي.

ليکوال ليکي، له ننه شپږ کاله وړاندې طالبان يوازې څو ولسواليو کې محدود وو، خو له امريکا سره تر خبرو وروسته او د امريکا په غير مستقيم ملاتړ اوس دا ډله د ټول افغانستان د نيولو فکر سر کې ګرځوي، خو د سرمقالې د‌ لیکوال په باور، اوس وخت د ۲۰ کاله مخکې سره ځمکه او اسمان توپیر کوي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، ۲۰ يا ۲۵ کاله مخکې چې طالبان راغلل په خلکو یې هر څه ومنل، خو اوسنی نوی نسل دا هر څه نه‌مني.

د ليکوال په باور، اوس طالب له ولس سره مخامخ دی او ولس‌يې پر وړاندې وسله پورته کړې.

هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې ليکلي چې د عراق او افغانستان حالت د ولسي پاڅون کوونکو په برخه کې تقريباً ورته‌والی لري، خو ځیني توپیرونه هم شته.

د سرمقالې ليکوال ليکلي، هغه مهال چې امريکا له عراق ووته، په هغه هېواد کې ولسي خلکو د داعش او يو شمېر نورو وسله‌والو ډلو سره د جګړې لپاره وسله پورته کړه.

په سرمقاله کې وړاندې ليکل شوي چې د افغانستان او عراق توپیر یوازې دا دی چې په عراق کې ولسي پاڅون کوونکي د يو مشر او د يو کس تر امر لاندې مخکې روان وو، خو دلته په افغانستان کې هر جهادي مشر او هر شتمن يوه ډله جوړه کړې او وسله‌يې ورته ورکړې ده.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، په عراق کې هغه مهال چې ولسي پاڅونونه پیل شول، له ديني اړخه د‌ دیني علماوو ترڅنګ ان حکومتي چارواکو هم د خلکو د دې راټولېدنې په برخه کې پوره همکاري وکړه، خو په افغانستان کې لا تر اوسه د دې پاڅونونو په سر کې که څه هم حکومت‌يې څه نا څه ملاتړ وکړ، خو بيا هم قوي او پوره ملاتړ ته چا راونه‌دانګل.

د لیکوال په باور، دا ځکه چې افغانستان د ولسي پاڅونونو څخه په تېر کې ښه خاطره نه‌لري.

*/*/*/*/*/*/*/*/