ورځپاڼو ته کتنه 13-4-۰۰
(last modified Sun, 04 Jul 2021 08:12:03 GMT )
Jul 04, 2021 12:42 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه 13-4-۰۰

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو او بيا د بهرنيو ورځپاڼو ځينې مهم خبرونه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړو نو پام ورته وکړئ:

نن د تهران چاپ اکثرو ورځپاڼو د چنګاښ د مياشتې د دولسمې يا د جولائۍ د دريمې نېټې په مناسبت خبرونه ورکړي دي.

په سر کښې هم اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې دغې ورځپاڼې د دغې ورځې په اړه وليکل: د فارس خليج په  اوبو کښې د ايراني الوتکې د ۲۹۰ مسافرانو د شهادت په ځاے ګلونه وشيندل.

ورځپاڼې زياته کړه د چنګاښ د مياشتې دولسمه چې د جولائۍ له دريمې نېټې سره برابره ده د ايران په مسافر وړونکې الوتکې چې د ايران له بندر عباس څخه دبۍ ته د الوت په حال کښې وه د امريکائي وېنسنس بحري بېړۍ د توغنده اي حملې کليزه ده. د ۱۹۸۸ کال د جولائۍ په دريمه د ايران په مسافر وړونکې الوتکې د وېنسنس جنګي بېړۍ د توغنده اي حملې له کبله د ۶۶ ماشومانو او ۵۳ ښځو په شمول ټول ۲۹۰ تنه شهيدان شول. پرون د فارس خليج په  اوبو کښې د دغې حملې د شهيدانو کورنۍ او چارواکي د هغو ۲۹۰ کسانو د شهادت په ځاے باندې د ګلونو په شيندلو سره د دغه غېرانساني جنايت د قربانيانو ياد ونمانځه.

 ورځپاڼې د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزير له قوله وليکل: د ایران د خلقو په خلاف د امریکې تاوتریخوالي په اقتصادي ترهګرۍ سره جاري دي.

محمد جواد ظريف په خپل يو ټوئيټ کښې وليکل: له ننه ۳۳ کاله مخکښې په داسې یوه ورځ امريکې د ایران ایر ۶۵۵ نمبر الوت نسکور کړ او په کښې سپاره ټول ۲۹۰ تنه عامه وګړي ووژل شول.

ظریف زیاته کړه: هغه وخت زه یو ځوان ډیپلمېټ وم او ومې لیدل چې امریکې د دغې انساني غمیزې د رامنځته کولو په وجه له بخښنه غوښتنې هم ډډه وکړه. هغه زياته کړه د ایرانیانو خلاف د امریکې تاوتریخوالي له دغې پيښې هم مودې مخکې شروع شوي وو او نن سبا یې هم زمونږ د خلقو خلاف اقتصادي ترهګري جاري ده.

د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې وليکل؛ روسيې خبردارے ورکړ په سیمه کښې د امریکې فوځي شتون د منلو وړ نه دے.

ضمیر کابلوف پرون په یوه وینا کښې وویل: له افغانستانه د امریکې شتون دې سیمې ته بیاځلې د دغه هیواد د ځواکونو د لیږل کیدو او د مرکزي اېشيا په هیوادونو او هم داشان د ایران په ګاونډ کښې یې د اډو د جوړولو سبب نه شي.

ورځپاڼې د افغانستان د چارو د يو کارپيژاندي پير محمد ملازهي له قوله وليکل: طالبان هم هغه پروني طالبان دي.

هغه زياته کړه طالب ډلې لهائيډيالوجيکي نظره هيڅ فرق او بدلون نه دے رامنځته کړے او هم هغه نظريات او کارکردګي لري چې مخکې يې لرل.

--------

اوس به د پاکستان چاپ ورځپاڼو څخه جنګ ورځپاڼه راواخلو چې دغې ورځپاڼې وليکل: په افغانستان کښې جنګ جګړو شدت اختيار کړے دے. د افغانستان  لوے لوے ښارونه په محاصره کښې دي طالب ډلې په بدخشان ولايت کښې د اوو ولسواليو د نيولو ادعا کړې،له بلې خوا افغان حکومت پرون  ادعا کړې چې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې يې له درې سوو زيات طالبان وژلي دي.

د ورځپاڼې د ليکنې له مخې د جنګ جګړو په زياتېدو سره د جنګ له سيمو څخه افغانانو د پاکستان پولو ته مخه کړې ده او له حالاتو نه د تېښتې کوشش کوي خو د پاکستان حکومت اعلان کړے چې له افغانستان سره خپلې پولې يې تړلې دي او ويلي يې دي چې د مخکښې په شان افغان مهاجرينو ته پاکستان ته د داخلېدو اجازه نه ورکوي.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې د دغه هېواد د وزیراعظم عمران خان له قوله وليکل؛ په خېبر پښتونخوا صوبه کښې تراوسه دوه نيم لکو مريضانو مفت علاج معالجه شوې ده. هغه د صحت کارډ په ذريعې سره د مستحقو مريضانو د علاج معالجې په خاطر د دغې صوبې  حکومت ته مبارکي وويله.

ورځپاڼې د بهرنيو خبرونو په خپله پاڼه کښې وليکل: په کېنېډا کښې په کور کښې د اور لګېدنې له کبله د پاکستاني نژاده کورنۍ د څلور ماشومانو په شمول اوه تنه ووژل شول. د ورځپاڼې په قول د پاکستان خارجه وزير په دغې پېښې باندې خپله غمرازي څرګنده کړې او د افسوس اظهار يې کړے دے. د کېنېډا د پوليسو د وېنا له مخې په ابتدائي تحقيقاتو کښې د دغې اور لګېدنې په اړه وجه لا نه ده معلومه شوې.

او د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې بيا وليکل، له افغانستان سره د پاکستان د طورخم پولې له لارې دوه سوه پينځه څلوېښت افغان محصلين د پاکستان خاورې ته داخل شول. چې په مختلفو سيمو قرينطيه مرکزونو ته متنقل کړې شوي دي. د خبر له مخې څو ورځې به په دغو مرکزونو کښې ساتل کيږي او د کورونا له نظره د منفي ټېسټونو له راتلو وروسته به ورته د امتحانونو ورکولو اجازه ورکړې کيږي. د خبر له مخې افغان محصيلينو د پاکستان د دغه اقدام قدرونه وکړه.

------

او دا هم د کابل چاپ ورځپاڼې هېواد ورځپاڼې لیکلي، د امريکا په مشرۍ د بهرنيو ځواکونو د وتلو لړۍ تر ډېره بشپړه شوې ده او داسې ویل کېږي چې د راروانې اګست مياشتې تر پايه به ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، خو امریکا به شااوخوا ۶۵۰ سرتېري په افغانستان کې د بهرنیو ديپلوماتانو د امنيت لپاره پرېږدي.

وړاندې بیا د ولسمشرغني او جنرال سکاټ مېلر ترمنځ په ارګ وروستۍ ناستې ته اشاره شوې چې له افغانستانه د امريکا د مرستو او همکاريو د دوام په ځانګړي ډول د افغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ د اړيکو په نوي څپرکي او همدارنګه د افغان ځواکونو پر ملاتړ خبرې شوي دي.

له دې سره لېکوال له خلکو غوښتي چې په روان حالت کې له خپل نظامه په ټينګه ملاتړ وکړي او پرېنږدي چې نظام وپاشل شي.

ورځپاڼې په خپل يوخبر کښې وليکل: جمهوررییس غنی د افغان ځواکونو د شهیدانوکورنیو ته د ۱۰ زره نمرو مځکې د وېش لړۍ پیل کړه

جمهوررییس محمد اشرف غنی د افغانستان د امنیتی او دفاعی ځواکونو او د محراب شهیدانو کورنیو ته د لس زره نمرو د وېش لړۍ یو شمېر مستحقینو ته د ملکیت سند په ورکولو سره، رسماً پیل کړه.

دغه مراسم چې وړمه ورځ مازدیګر په ارګ کې ترسره شول، په پیل کې د جمهوری ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح وویل: نن موږ دغه نمرې د هغو شهیدانو کورنیو ته وېشو چې د دې خاورې د عزت ساتلو لپاره یې ځانونه قربان کړی او د دولت په توګه یې قربانیو ته احترام کوو.

----------

مسیر ورځپاڼې لیکلي، د جګړې خبرونه، د سولې په برخه کې د کوم تحرک نه شتون او له دې سره په یوه وخت د امریکايي چارواکو پرله‌پسې د ناوړه راتلونکي خبرونه او ان د حکومت د سقوط خبرونه هغه څه دي چې ګڼ افغانان خپلي راتلونکي ته نه‌هیلې کړي دي.

لېکوال پر امریکایي چارواکو هم تُندې نېوکې کړي چې په قصدي ډول غواړي کورنۍ جګړې ته لار پرانېزي.

خو لېکوال ټینګار کوي، دا لویه برخه افغانان چې له دې حالته زیان ویني، باید لاس تر زنې پاتې نه شي او په وینا یې ډېر واړه او لوی ګوندونه، ټول سره متحد شي او دواړه اړخونو ته یو واضح پیغام ورکړي او داسې فشار پرې راوړلی شي چې سولې ته غاړه کېږدي.

لېکوال همدارنګه وړاندیز کوي چې له همدې امله پکار ده چې نور خلک او هغه ګوندونه او سیاسي فعالین چې د سولې پلویان دي، عملي ګام واخلي او تباهۍ لوري ته د افغانستان د ورتګ مخه ونیسي.

افغانستان ورځپاڼې لیکلي چې په افغانستان کې د جګړې له زیاتېدو سره په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو پرضد زرګونه ولسي پاڅونوال جګړې ته تیار شوي او د افغان ځواکونو په ملاتړ یې د جګړې اعلان کړی دی.

خو لېکوال ټینګار کړی چې له دغو پاڅونوالو باید کلک ملاتړ وشي.

د لېکوال په وینا چې د طالبانو پر وړاندې دا ډول پاڅونونه نه یوازې د اندېښنې وړ نه دي، بلکې په باور یې چې په اوسنيو شرایطو کې اړتیا ده څو د وسله والو طالبانو د حملو شنډولو لپاره خلک لاس پکار شي.

سرمقاله لیکوونکي همدارنګه ټینګار کړی، هغه کسان چې له کلونو راهیسې د طالبانو په ملاتړ تبلیغ او کار کوي اوس ټولو ته معلوم دي او تر دې نور خلک نه شي غولولی.

مسير ورځپاڼې بیا په يو خبر کښې وليکل: ملګرو ملتونو له افغان حکومت غوښتي چې د مذاکراتو د بیا پیلېدو لپاره هڅې ډېرې کړي. په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ددغه دفتر مشرې له ولسمشر غني سره لیدلي او پر روان وضعیت یې خبرې ورسره کړې دي. دیبورا لاینز په دې لیدنه کې ټینګار کړی چې افغان حکومت دې د خبرو د بیا پیلېدو لپاره هڅه وکړي او ژر تر ژره دې د روانې جګړې د ختمولو لپاره هڅه وشي. ملګرو ملتونو همدا راز ټینګار کړی چې دوی به په افغانستان کې خپل ماموریت ته ادامه ورکوي او هڅه کوي دلته د بشري حقونو د خوندیتوب، بشري مرستو، پرمختیایي چارو او نورو اړوندو بشري مسایلو کې خپلو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکړي.

--------

 

ټیګونه