د مسلمانانو ستر او د غدیرنیکمرغه اختر ټولو ته مبارک شه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i103584-د_مسلمانانو_ستر_او_د_غدیرنیکمرغه_اختر_ټولو_ته_مبارک_شه
 دتهران ریډیو درست کارکونکي په دې مناسبت د نړۍ درستو پتمنو په تیره تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې مبارکي وائي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 29, 2021 00:27 Asia/Kabul
  •   د مسلمانانو ستر او د غدیرنیکمرغه اختر ټولو ته مبارک شه

 دتهران ریډیو درست کارکونکي په دې مناسبت د نړۍ درستو پتمنو په تیره تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې مبارکي وائي

د ذی الحجې  اتلسمه نیټه  د غدیر دنیکمرغه اختر  چې د مسلمانانو یو لوي اختر دی ،د درست اسلامی امت لپاره د اسلام ګران پيغمبر  پخپل ژوند کې  خپل جانشین ټاکلی او  درستې نړۍ  ته ئې ښودلې چې  اسلام  کوم بې سرپرسته  دین نه دی او  تر قیامته به خپل  سرپرست ولري .

 داسلام ګران پيغمبر  له خپل وروستي حجه د ستنیدا په مهال  په غدیر خم  درې کې درست هغه مسلمانان چې   د حج په پرتمینو دستورو کې ئې ګډون کړی ؤ   غونډ کړل او دخداوندمتعال له خوا ئې  حضرت امام علی علیه السلام  ئې  دخپل وصي ،ورور  او جانشین په توګه معرفي کړ  او  وې فرمائيل ، زه دهرچا مولا وم ، له ما وروسته  دا علی د هغه مولا دی .

 د غدیر نیکمرغه اختر  چې  د اسلامی روایتونو په اساس ، یو عبدالاکبر یعني یو ستر اختر تعبیر شوی ،  ددرستو الهي دینونو  یو تر ټولو ستر عید تعبیریدلی شی  ،ځکه چې  د درستو الهي پیغمبرانو  د زحمتونو  هلې ځلې ، په دغه ورځ  نتیجې ته رسیدلی دي

 دغه نیممرغه ورځ په درستې نړۍ کې  په ډير پرتم سره لمانځل کیږي ،راپورونه ښئ  چې  دپاکستان  په مختلفو ښارونو او جوماتونو کې هم د دغه هیواد مسلمانانو په دې  مناسبت بیګا سترې دستورې جوړې کړي او  جشنونه ئې لمانځلي دي .

 د تهران ریډیو درست کارکونکي په دې مناسبت د نړۍ درستو پتمنو په تیره تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې مبارکي وائي